افغانستان یو له وچه کې راګېر، بې وزلو او لږ پرمختیايي هېوادونو څخه دی چې خپله سوداګري د ګاونډیو هېوادونو له لارې د نورې نړۍ سره ترسره کوي. تېرو څو لسېزو را پدېخوا د افغانستان سوداګري تر ډېره په پاکستان متکي ده، د دې هېواد ترانزیتي لارو څخه ګټه اخلي او ډېری توکي له دې هېواد څخه واردوي. پاکستان همیشه هڅه کړې چې د افغانستان مجبوریت ته په کتو ددې ترانزیتي لارې څخه سیاسي ګټه پورته کړې او وخت ناوخته يې د افغانانو پر مخ تړلې وي، چې اوسمهال هم په پاکستان کې د څو پرلپسې چاودنو وروسته يې خپلې ټولې لارې له افغانستان سره وتړلې.
ځېنې سیاسي شنونکي؛ په پاکستان کې وروستۍ چاودنې د دوې سیاسي تکتیک ګڼي او وايي چې یاد چاودنې د دوې پواسطه تر سره شوي، تر څو پدې ډول خپل ځان د تروریزم قرباني او افغانستان يې پناه ورکوونکی هېواد وګڼي. افغان حکومت د پاکستان ددې منافقت پر وړاندې هڅه کړې چې پر پاکستان خپل هر اړخېزه تکیه کمه کړي او پدې برخه کې د حکومت وروستۍ هڅې تر یوه بریده بریالې وې. افغان حکومت نړۍ سره د سوداګریز تړښت لپاره په بدیلو لارو غور کړی او مختلفو هېوادونو سره پدې برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې په نژدې راتلوونکې کې به افغانستان يې له پایلو برخمنه شي.
نن لسمه ورځ ده چې پاکستان خپلې ټولې لارې له افغانستان سره تړلي دي او ډېری افغان ناروغان، سوداګر او نور اړمن خلک په تورخم کې د لارې خلاصېدو ته سترګې په لاره دي، څو لاره خلاصه شي او دوې له کرښې پورې غاړې او یا له پورې غاړې دې غاړې ته راشي. د دې لارې بندېدا په اړه په رسنیو کې راپورونه خپاره شوي او په خواله رسنیو کې هم پرې پراخ بحثونه شوي دي. په خواله رسنیو کې ځېنو ویلي: زمونږ د اړتیا له مخې که دا لاره خلاصه شي نو ښه به وي، خو بیا نورو وايي چې دا لاره دې همداسې تر یو دوه میاشتو پورې بنده وي.
زه وایم؛ که څه هم چې افغانستان د دې لارې خلاصېدو ته ډېره اړتیا لري خو پاکستان هم د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره اړ دی چې دا لاره خلاصه کړي. پاکستان نه شي کولای چې د خپلو بزګرو رومیان، مالټي او نور زراعتی محصولات همالته حنثی کړي او بوی يې ټول پاکستان ونیسي او نشی کولای چې د خپل بزګرو د دې زیان په مقابل کې ودرېږي، یعنې خواخوږي ور سره لري او د هغوی تاوان نشي جبرانولی. په حواله رسنیو کې یو چا لیکلي وو چې لاره بنده ده او مالټې ګرانې شوي، مالټه خوره! یو څو ورځې پرته له مالټو نشې تېرولی، د کابل سرې مڼې او یا د تګاب سره انار وخوره، چې روح در کې وچلېږي. همدا ډول یو بل کس لیکلي وو چې کبانو ته مې زړه شوی خو د لارې بندېدو له امله ګران شوي، کب خوره! په زراعتي او بې خونده کبانو څه کوې، همالته يې پرېږده چې خراب او حنثی شي. مونږ باید په افغانستان او پاکستان د لارې د بندېدو دواړه مثبت او منفي اغېزې وګورو. که مونږ د پاکستان بې کیفیته درمل، رخت، سبزی، میوې، زراعتی کبان، پاپړ، ګلي شالي، پلاستیکي تفانچې او نور توکي ونه پيرو، نو هغوې به پدې توکو څه کوي؟ کوم بل هېواد ته يې صادرولی شي؟ نه، هیڅ بل هېواد دا توکي ترې نه اخلي. زه وایم؛ خپل وطن، ګل وطن
پرېږدئ چې دا لاره دې همداسې بنده وي چې مونږ خپل ډاکټران او انجینران پيدا کړو
پرېږدئ چې مونږ په لوړ کیفیت روغتونونه جوړ کړو
پرېږدئ چې مونږ په خپل ډاکټرانو او انجینرانو اعتبار پیدا شي
پرېږدئ چې زمونږ سوداګر ددې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د خپل هېواد په کمیو پوه شي
پرېږدئ چې زمونږ سوداګر باکیفیته درملو رانیولو ته اړ کړی شي
پرېږدئ چې زمونږ باور په خپل ځان پيدا شي
پرېږدئ چې له تور پنجابه خلاص شو
او پرېږدئ چې تور پنجاب هم پاپړ او ګلې شالي خوړو ته کیني، هو افغانستان نور په پاکستان دومره تکیه ندی چې لاره بنده کړي نو قیمتونه دې تر اسمانه لوړ شي او یا مونږ دې له لوږې مړه شو.
که زمونږ کوم سوداګر سبزي، میوه او کبان له پاکستانه رانیسي او بیا د لارې د تړل کېدو له امله یاد توکي د کرښې هغې غاړې پاتې شي، نو دوې مجبوره دي چې یاد سبزي، میوې او کبان په نیمه بیه لیلام کړي او زمونږ سوداګر ته مالي زیان واوړي، نو زه پرې خفه کېږم، خو بیا وایم چې زمونږ همدا سوداګر دې دلته په افغانستان کې د کرنې په برخه کې پانګوونه وکړي، د کرنېزو توکو د خوندیتوب لپاره دې سړې خونې جوړې کړي او د کبانو لپاره دې فارمونه جوړ کړي، بیا به اړتیا نه وي چې دا توکي مونږ له پاکستانه را ونیسو.
وايي چې ملنګ ته که یوه لاره بنده ده، نو سلې نورې ور ته خلاصې دي، همدا اوس پاکستاني رومیان چارک په 200 افغانۍ کېږي او یو کیلو ایراني رب قطعې په 100 افغانۍ رانیولی شې نو کوم یو ښه شو؟ دومره سخته خو نه ده راغلې چې حتمی دې رومیان وي. که دا لاره همداسې بنده وي، زمونږ افغانان به له یو څه ستونزو سره لاس او ګریوان وي، خو دا ستونزه دومره لویه هم نه ده چې مونږ يې د زغملو وړ ونه اوسو او له کبله يې ومرو.
که مالټې ګرانې شوې، نو ګرانې دې شي، که پاپړ او ګلې شالي ګران شول، ګران دې شي، که د پاکستان بې کیفیته درمل ګران شول، نو مه يې اخلې. مالټه خورو! پرېږدئ چې د پاکستان مالټې همالته حنثی شي او له بوی څخه يې دوې په تنګ شي، پرېږدئ چې د هغوې د بي کیفیته درملو تاریخ تېر شي او د هغوې سوداګرو او صنعت کارانو درانه زیانونه واوړي.
له بل اړخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ حالات دومره ندي ترینګلې شوي چې د جنوبي او شمالي کوریا په شان دې دوې د همیش لپاره سره خپلې لارې وتړي. همدارنګه پاکستان د خپل تولیداتو یوه لویه برخه افغانستان ته صادروي او په پاکستان کې ډېرې داسې فابریکې فعالې دي چې د افغانستان لپاره باکیفیته او بې کیفیته توکي توليدوي. سربېره پر دې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا سره هم سوداګري لري. څرنګه چې افغانستان په بدیلو لارو غور کوي، پاکستان هم غلی ندی ناست، دوې هم هڅه کوي چې د چین له لارې خپل سوداګریزې اړیکې له منځنۍ آسیا سره ټینګې کړي.
پانګوالو، صنعت کارانو او په ټوله کې افغانانو ته دا یو عبرت او بیرته یو فرصت دی چې له دې موقعې څخه ګټه واخلي، پانګوال په کور دننه پانګوونه وکړي، صنعت کاران خپل تولیدات ډېر کړي او افغانان پاکستاني تولیداتو ته په نه ویلو سره خپل تولیدات واخلي، ځکه خپل تولید ګل تولید اوخپل وطن، ګل وطن.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *