دویم ډول تفکر چې ارام تفکر ورته ویل کېږي، د هوښیار ذهن بل اړخ دی. دغه ډول تفکر ته اړتیا ده چې ارام فکر وکړئ. مخکې له دې چې کوم عمل ترسره کړئ او یا خبرې وکړئ، د هغو پر عواقبو یې هم فکر وکړئ.
له ارام فکر څخه هغه وخت ګټه اخیستل کېږي چې تاسو د یو څه په اړه پرېکړه کوئ او یا هم تصمیم نیسئ؛ د بېلګې په ډول ټول هغه کسان چې ستراتيژیک کارونه او یا سوداکرېزې چارې ترسره کوي اړ دي چې له خپل ارام فکر څخه ګټه واخلي او پرېکړه وکړي. دغه ډول پرېکړې ځکه مهمې دي چې نتایج یې د ډېر وخت لپاره دوام کوي. له بده مرغه ډېری کسان چې د خپلو اړینو چارو لپاره د دې پر ځای په ارامۍ سره پرېکړه وکړي او له خپل ارام تفکر څخه ګټه واخلي، په بېړه تصمیم نیسي او داسې پرېکړې کوي چې بیا یې پایلې زیانمنې وي.
