تاند: واشنګټن پوسټ وايي، چې د افغان سولې په رابطه د امریکا له ولسمشر سره د هغه د ملي امنیت سلاکار ژور اختلافات پیدا شوي دي.
راپور وايي، بولټن فکر کوي چې امریکا باید په افغانستان کې پراخ حضور ولري خو ټرمپ هغه له طالبانو سره د مذاکراتو له جزیاتو ناخبره ساتلی دی.
بولټن په دې تړاو خپله غوښتنه هم د ټرمپ مخته ایښې او ورته یې ویلي چې ایران سره هم باید دې ورځو کې د جګړې هڅه ونه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د دوحې د مذاکراتو نهم پړاو لسمې ورځې ته داخل شوی دی او دواړه لوري وايي غواړي چې ځینې مسایل نهايي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو ځله ویلي، غواړي افغان جګړه نوره ختمه کړي ځکه دا هیواد نور په سیمه کې د پولیسو رول نه شي لوبولی.
خو د ټرمپ د ادارې د ګډو ځواکونو یو قومندان جوزف ډنفورډ هم ټینګار کوي چې له افغانستان څخه باید امریکا شرایطو ته په پام ووځي.