له یو هندي ټلویزیون سره د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب مرکه واوریدله، په دې مرکه کې یو ډاډ و، دا ډاډ د افغانستان د راتلونکي په تړاو او منطق او استدلال باندې یې ښودلې وه چې اوس افغان ځواکونه تر بل هر وخت پياوړي دي او دا انديښنه نشته چې ګنې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې وضعیت خراب شي.
اوس چې کله د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع راپورته کیږي، ډیر انديښنه لري چې د شوري پوځیانو له وتلو وروسته جګړې بیا تکرار نه شي، خو یوه څه ته باید فکر وشي چې هغه مهال نه پوځ و، نه پولیس و او نه امنیت، هر جهادي رهبر د خپل سمت خلک ځان پسې کړي و چې نه یې چوکاټ درلود او نه قانون.
اوس افغانستان یوه پياوړې اردو لري، کماندو لري، ځانګړي ځواکونه لري، هوایي ځواک لري، امنیتي پولیس لري، سرحدي پولیس لري، ملي امنیتي ځواکونه لري چې په ښه ډول روزل شوي، لوبول شوي او له نسبت ښه تجهیزاتو برخمن دي.
له دوه زره څوارلسم کال راهیسې، ټول عملیات افغان ځواکونه کوي او په تېرو اته کلونو کې یې دا داعش غوندې ترهګره ډله په ګونډو کړې او له منځه یې وړې او یا د له منځه تللو په حال کې ده.
په دغو کلونو کې طالبانو هر څومره هڅه وکړه چې د ځینو ولایتونو مرکزونو باندې تسلط راوړي، ولایتونه سقوط کړي، خو و نه توانیدل، داد افغان ځواکونو میړانه او د افغان خواکونو قربانۍ دي چې طالبانو ته یې دا موقع نه ده ورکړې چې یوه سیمه باندې دایمي واکمني وکړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار په خبرو کې یو بل څه چې ډیر واضح و، هغه د افغان سولې پروسه وه، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي، طالبان هم افغانان دي او کولای شي، په دولت کې سهم واخلي او خپل اهداف د ولسواکۍ له لارې تعقیب کړي.
خو تر هغې چې سوله نه وي شوي، افغان ځواکونه به له خپلې خاورې او ناموس څخه دفاع ته دوام ورکوي اود طالبانو په خپلو پسې کلي، په کلي، سیمه په سیمې او غره او دښتو کې ګرځي.
که طالبان چمتو وي چې اوربند وشي او د سولې خبرې پيل شي، افغان حکومت هم چمتو دی چې دا کار وکړي او درې میاشتې اوربند وکړي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې مرکه کې یوې بلې خبرې ته اشاره کړې، هغه دا چې اوس تر بل هر وخت افغان ځواکونو ته د خلکو ساتنه مهم ده، نه د خاورې، لومړیتوب د خلکو د ساتنې دی او افغان ځواکونه په پوره میړانه د خلکو ساتنه کوي.
افغانان له یو داسې نامرده دښمن سره مخ دي چې نه په ماشوم رحم کوي او نه په ښځو، هرځای چې ویره خپریږي، همغه کار کوي او په دې برخه کې هیڅ اسلامي، انساني اونړیوالو قوانینو ته درناوی نه لري.
نو پر افغان ځواکونو باور پکار دی، دا ځواکونه اوس د پخوا په څېر نه دي، اوس یې په ظرفیت جوړونې زیات کار شوی او هیڅکله به د افغانستان دښمنانو ته اجازه ور نه کړي، چې موخو ته ورسیږي.
الحمد لله موږ مؤمن او غیرتی ملت لرو چی د تاریخ په اوږدو کی خپل مسؤلیت یی په ښه شان اداء کړی نو که زموږ امنیتی ځواکونو ته اعاشه ،البسه ،تیل او روغنیات ، وسایل او تجهیزات او نور اړین مواد عندالموقع رسیدلی وای او د خاینو کړیو له خوا ددوی او ملت امانات ضایع شوی نه وای او د موږ ځواکونو ته جانبی مشکلات خلق کړی نه وای نو مؤثریت او تربیت ددی ځواکونو نور هم پیاوړی او غنی کیدای شوی.
نو اوس اړینه او جدی موضوع داده چی هغه خائنین چی کبار مفسدین ورته ویلی شو هر انتخاباتی ګروپ کی چی وی ؛پام چی رایه ورنکړی او نور هم پری خبر او دا ملی جهاد خپل فرض وګڼی ،ځکه دا خائنین دشمن تقویت کوی او زموږ مؤمن ځواکونه تضعیفوی او د دوی ډوډی ،البسه ،تیل او روغنیات او حتی وسایل او تجهیزات یی پر ډښمن خرڅوی نو که جزا نشی ورکولی نو رایه مه ورکوی چی ډیر بی همته او معامله ګر خلک دی
زموږ نیکونو چی دا ملت ساتلی او ښه جنرالان تیر شوی هغوی د کور ګاڼه خرڅه کړی او په مجاهدینو مصرف کړی ،تاسی هم ټول مجاهدین یاست نو جنرالی په غلا نه ګټل کیږی او نه پدی غلو ملت او وطن ساتل کیږی نو صف مو د غلو نه تصفیه او مرصوص کړی چی پاکی مستقیمه رابطه د کامیابی او عزت سره لری