تاند- څه فکر کوئ چې فېسبوک، ټویټر او نورې ټولنیزو رسنیو درته ګټه رسولې او که یې له کاره ایستلي یاست، وخت یې درضایع کړی دی؟

په بریتانیا کې په دې باب څېړنه شوې ده. په دې څېړنه کې لومړی پوښتنه شوې چې انترنټ زموږ ژوند څرنګه بدلوي؟

لیکوال کلیف تامپسن (Clive Thompson)، چې دا څېړنه یې کړې باور لري چې باید له فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ونه بېرېږو ځکه چې له دې لارې هغه څه ترلاسه کوو چې پخوا مو نه شوای لرلی.

تامپسن وايي چې لوی فکرونه او نظرونه هغه وخت نړۍ ته راوځي چې موږ خپل نظرونه له نورو سره شریک کړو.

تامپسن په خپل تازه کتاب (Smarter Than You Think) یا (تر هغه څه ځیرک چې تاسو فکر کوئ) کې په دې تاکید کوي چې د نظریو تبادله او شریکول زموږ د ذهني ودې سبب کېږي.

تر دې کلونه مخکې تامپسن اټکل کړی و چې انترنټ به له انسانانو د خلاقیت توان واخلي خو د وخت په تېرېدو او د نویو تکنالوژیو د راوتلو له برکته له انترنټ سره د انسانانو بوختیا ډېره شوه او له دې ورته څرګنده شوه چې نه یوازې دا چې د انسانانو د پنځونې توان لږ شوی نه دی بلکې انترنټ او ټولنیزو رسنیو انسانان لا زیات فکر کولو او د خپلو نظرونو شریکولو ته هڅولي دي.

د تامپسن په وینا اوس انسانان خپلې ډېرې ستونزې د انترنټ له لارې حل کوي حال دا چې پخوا یې دا کار په دومره اسانه نه شوای کولی.

تاسو د تاند لوستونکي له ښاغلي تامپسن سره څومره موافق یاست؟ ایا انترنټ او ټولنیزو شبکو له کاره ایستلي یاست او که فکر کوئ چې په مجموع کې یې ستاسو معلومات زیات کړي دي؟

One thought on “پر انسانانو د انترنټ او ټولنیزو رسنیو اغېز”
  1. له انترنیت نه شه استفاده کول کولای شی چی د انسانانو معلومات زیات کړی او اوس د نړی دارتباطاتو لپاره شه وسیله دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *