تاند- په هرات کې د زعفرانو کرونکي او کاروباریان وايي چې له ایران څخه د زعفرانو او د هغو د پیازو پر وارداتو بندیز په دې ولایت کې د زعفران د کاروبار له بیا ښه کېدو سره مرسته کړې ده.
د بې کیفیته ایراني زعفرانو وارداتو نه یوازې د افغانستان د زعفرانو ارزښت په هیواد کې بلکې له هیواده دباندې هم سخت ټیټ کړی و خو د ولسمشر غني په حکم له ایران څخه د زعفرانو پر وارداتو بندیز سبب شوی چې په یوه میاشت کې د هر کیلو زعفران په بیه کې لږترلږه ۵ زره افغانۍ زیاتوالی راشي.
په هرات کې د زعفران د کاروباریانو په وینا د ولسمشر تر حکم وړاندې د یو کیلو زعفران بیه ۵۰ زره افغانۍ وه خو اوس ۵۵ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.
د افغانستان زعفران د کیفیت او ارزښت له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري خو په وروستیو کې ایران د افغانستان د زعفرانو د نوم د خرابولو لپاره خپل بې کیفیته زعفران افغانستان ته راولېږل او یو شمېر سوداګرو د افغانستان د زعفرانو په نوم بهر ته صادر کړل چې له کبله یې د افغان زعفرانو شهرت ته سخت زیان واوښت.
په نړۍ کې افغاني زعفرانو ته د تقاضا د زیاتېدو له کبله دا بوټی په چټکۍ په افغانستان کې ترویج کېږي.
د هرات د کرنیزو چارو امر بشیر احمد احمدي په هرات کې د زعفران کرونکو په څلورم ملي فیستوال کې وویل چې د ایراني زعفرانو او د هغو د پیازو د بندیز په اړه د ولسمشر غني فرمان د زعفرانو د بیې له لوړېدو سره مرسته کړې ده.
د هرات د کرنې ریاست تمه لري چې سږ کال به په دې ولایت کې د زعفرانو حاصل تر ۱۲ ټنه زیات شي.