د جمعې په ورځ د حمل پر ۲۱ – مه د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکو پر څو پوستو د وحشیانه ترهګریز برید او افغان پوځیانو د لویي مرګ – ژوبلې له امله ودان افغانستان ګوند خپله ژوره خواشينې څرګندوي او دغه خونړۍ بېرحمې په شدیده توګه غندي.
د ملي پوځ د تلفاتو په باب تر اوسه مختلف راپورونه خپاره شوی چې د ۳۰ او ۱۰۰ تنو تر منځ ښوول کېږی؛ په دغه پېښه کې د طالبانو له خوا د ځینو پوځیانو سرونه پرې کړه شوي، یو شمېر شهیدان شوي او نور هم تښتول شوي دي.
په برید کې له ځايي برید ګرو سره بهرني خاصتاً پاکستاني تروریستان هم ملګري ول او دغسي یوه لویه خونړۍ غمېزه یې رامنځته کړه.
افغان ملي پوځ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او ناموس ساتونکی دی؛ دغه یرغل یوازې پر یو څو امنیتي پوستو نه بلکې د ټول افغانستان پر حیثیت تيری دی او د هر افغان ملي وظیفه ده چې په هره ممکنه – قانوني طریقه یې جواب ووایي او د خپل مېړني ملي اردو د هراړخیز ملاتړ چیغه پورته کړي.
و.ا.ګ هم په خپل ملي پوځ ویاړي چې له ټولو مدیریتي، تخنیکي او لوژستیکي مشکلاتو سره – سره تر وروستۍ سلګۍ د وطن، خدای او وظیفې په مقدس ترین شعار سره شپه و ورځ د افغانستان او افغان انسان دفاع ته ملا تړلی ولاړ دی او دغه عالي ترین تعهد ته وفاداري هره ورځ او هره لحظه ثابتوي، که له هر څومره بهرني خونړي وحشت او جنایت سره مخ کېږي نو یوه میلۍ هم له خپل وطنپالونکي عزم څخه نه پرشا کیږی او هم په خپلو وطندوستو او د ملي پوځ حامي افغانانو افتخار کوي چې همېشه په هره فاجعه کې د خپل ناموس او حیثیت ژغورونکي ملی اردو شاته درېدلي، د هغه د پولادي او نه ماتېدونکي ارادې ستاینه او لمانځنه یې کړې ده.
ودان افغانستان ګوند یو وار بیا د هر ډول پردې یرغل پر ضد د خپل وطن د قهرمانو ساتونکو د ستاینې ترانه وایي او د افغانستان پر ملي وحدت حکومت ږغ کوي چې نور نو خپلمنځی ناندرۍ ژر تر ژره ختمې او د افغانستان د امنیتي ځواکو د تقویې، حمایې او ځواکمن و هماهنګ مدیریت خواته جدي توجه را واړوي.
ژوندی دې وي د افغانستان د عظمت ساتونکی ملي پوځ!
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
کابل – افغانستان
۲۵/۱/۱۳۹۴