ځینې دوستان د نورو عیبونو ته ګوته نیسي او نیوکه پرې کوي، په هر مجلس کې هغه کس خجالته کوي او د هغه په نشتون کې هم د هغه عیب نورو ته بیانوي. زموږ په وطن نوی فکري بدلون پیدا شوی او له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې هر انسان تر ډېره بریده په داسې فکري بدلونو کې ښکیل دی .

هر څه ته باید هلته د خپل فکر په چوکاټ کې وګورو چې د هغه څېز ټول اړخونه وپېژنو .

د هر هغه څه په اړه باید هغه وخت خپلواک قضاوت وکړو چې د هغه څېز په اړه بشپړ معلومات ولرو .

نو د دې ټولو خبرو حل یوې موضوع ته رسېږي . د دې پر ځای چې پر نورو نیوکه وکړو باید خپل ځان اصلاح کړو

ښه خبره به داوې چې د بل د عیبونو په له منځه وړلو کې له هغه سره مرسته وکړو نه داچې هغه د خپلو عیبونو له وجې هغه له خپله ژوند پېښمانه کړو . دوه څېزونه د انسان په ژوند آسانه او ستونزمن ګڼل کېږي .

لومړي: آسانه څېز پر بل نیوکه کول دي .

دوهم : ستونزمن څېز د خپل ځان اصلاح ده .

نو زما په اند حل لاره په متقابل احترام ولاړه ده . که هر وګړي د بل انسان احترام وکړ که هغه د هرې طبقې وي . غریب، شتمن ، محصیل ، سوال کوونکی ، مزدور ، بادار . نو د ډېرو عیبونه به نه یواځي له منځه ولاړ شي بلکې ټولنه به د پرمختګ په طرف روانه شي .

ستاسو ورور : ظاهر خان حقپرست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *