تاند- وسله وال طالبان او امریکايي سرچینې وايي چې نن/ چهارشنبه/ پر بګرام هوايي اډه د طالبانو په راکټي برید کې څلور امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

لوېدیځې رسنۍ پر بګرام نننۍ حمله د قطر د خبرو د بریالیتوب په لاره کې د ستونزو او چلینجونو یوه نښه بولي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د دوی کسانو د سې شنبې په ورځ ناوخته د بګرام هوايي اډې لور ته دوه راکټونه وویشتل.

(د لوېدیځوالو په حساب د تېرې شپې له دوولس بجو راپه دې خوا چهارشنبه ګڼل کېږي)

د امریکا پوځي چارواکو تایید کړه چې پر اډې یې هاوان یا توغندي لګېدلي او په نتیجه کې یې څلور پوځیان وژل شوی دي.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې په قطر کې له امریکایانو سره د خبرو لپاره د طالبان رسمي دفتر پرانستل شو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستنه د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د پخلاینې لور ته مهم ګام بللی خو په عین حال کې یې ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو بریالیتوب به نه ژر وي او نه اسانه.

ټاکل شوې ده چې ژر په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې پیل شي. د دوی له خبرو وروسته به د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *