تاند- له افغانستانه د امریکا د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته په یوه نادره پېښه کې د امریکا د دفاع وزارت یو ملکي مامور هغه مهال ووژل شو او بل ټپی شو چې موټر یې په راکټ ولګېد.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، پینتاګون (د امریکا دفاع وزارت) وویل د الاباما ایالت د (Talladega) اوسېدونکي ۵۴ کلن (Krissie K. Davis) د دوشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو چې د دفاع وزارت د لوژیستیکي ادارې لپاره یې کار کاوه.

راکټ له بهره پر بګرام هوايي وویشتل شو.

اژانس نه دي ویلي چې راکټ دقیقاً له کومې سیمې پر اډې ویشتل شوی.

ډاویس، چې د چاپېریال ساتنې متخصص و، په افغانستان کې د د ډي ایل اې خدماتي شرکت لپاره کار کاوه.

د دې شرکت په کار کې د امریکايي پوځیانو د وسایلو او تجهیزاتو ورانونه، پلورنه او لېري کولو شامل دي.

د دې کمپنۍ یوه ویندوی کینیت نک نیفین وویل، ډاویس د (DLA) شرکت لومړنی غړی دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

په بګرام او د افغانستان په نورو سیمو کې شاوخوا ۱۰۵۰۰ امریکايي پوځیان او ملکیان دېره دي چې لویه برخه یې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

د اسوشیتید پریس پر اساس د دوی په منځ کې ۵۰۰۰ پوځیان او ۵۰۰ ملکیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *