امید اڅک

د ثور ۷ او اتمه د افغانستان د معاصر تاریخ دوه هغه جنجالي ورځې دي چې افغانان یې د بیلا بیلو نومونو په یادولو سره  په بیلا بیلو ډولونو تعریفوي.

هر کال د دې  ورځو په رانږدې کیدو سره د افغانانو ترمنځ د بحثونو لړۍ تودیږي، څوک د یوې ورځې او څوک د بلې ورځې پلویان دي، چې هره ډله د افغانستان د اوسني کړکیچن وضعیت ټوله ملامتي په مقابل لوري اچوي.

سږ هم  د تیر په څير  بحثونه ښه تاوده پرمخ روان  و، دغه بحثونه هغه وخت لاپسې تاوده شول چې، د حکومت د درې ګونو قواو یو لوړ پوړي چارواکي په خپلو خبرو کې  د کمونستي نظام وروستی ولسمشر ډاکتر نجیب الله د خاین او د روسانو د لاسپوسي په توګه یاد کړ.

د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار د څرګندونو وروسته په مجازي نړۍ کې د نوموړي د وینا په اړه سخت غبرګونونه  راوپاریدل، چا ویل چې ډاکتر نجیب الله قهرمان دی؛ ځکه چې د پاکستان له خوا په شهادت رسیدلی دی او هغه ته د خاین او یا دیته ورته نورو سپکوونکو کلمو کارونه بې انصافي ده او باید له دغسې څرګندونو څخه ډډه وشي، چا بیا ډاکتر نجیب الله د جهادي مشرانو سره مقایسه کاوه او ویل یې  چې د خاین او صادق، صداقت او خیانت یې له مرګه وروسته له قبرونو څخه ښکاري چې په دې سره یې اشاره د ځينو جهادي مشرانو له خوا د ځمکو د غصب او له مرګ وروسته یې په قبرونو په میلیوني ډالرو مصرفونو ته اشاره وه.

ځینو بیا ډاکتر نجیب الله د ډیورند کرښې شهید وباله او مجاهدین یې هیواد ته په خیانت، غصب، چور، د کابل ورانول، د جهاد د نوم څخه سو استفاده کوونکي او آن په اوس وخت کې د ټولو ناخوالو لاملین وبلل.

د مجاهدینو پلویانو هم په وخپل وار سره د چپې ګوندونو په اړه ټول هغه څه وویل چې په اړه یې د مقابل لوري د ملامتولو په خاطر باید ویل شوی وی. د مجاهدینو پلویانو د ډاکټر نجیب الله پلویان جهاد ته په سپکاوي تورن کړل او د مشرانو جرګې رئیس ښاغلي مسلمیار وویل چې د ثور د ۸ تاریخ وروسته د محدودو  رهبرانو د تیروتنو له کبله د دموکراسۍ څخه په ګټه اخیستنې سره ځینې خلک د افغانانو پاک جهاد ته سپکاوی کوي او کوت څنډنه یې وکړه چې په مشرانو جرګه کې د یوې طرحې په جوړولو سره به دغه خلک د قانون منګولو ته وسپاري.

البته د پام وړ خبره خو داده، چې  دغه بحثونه او جنجالونه تقریبآ ۹۰٪ سلنه د ځوانانو تر منځ روان و، په دغه ځوانانو کې د ډاکتر نجیب الله ډيری پلویان هغه لوستي ځوانان و، چې د اکثرو پلرونه او د کورنۍ غړي مجاهدین و.

دغه بحثونه به کله کله بلکل له د  بحث له هغه معیاري چوکاټ څخه ووتل او په ډيرو وړو خبرو به   خپګانه ورسیدل.

لنډه دا چې د ثور ۷ او اتمې په اړه  د دولتي لوړ پوړو چارواکو څخه نیولی تر یو عادي ځوانه پورې ټول په غیر اکاډمیک او سر سري بحثونو سره  اخته و، چې له ګټې څخه یې ځیان ډير تر سترګو کیده. حال دا چې دغه دوه ورځې د ځوانانو لپاره ډيرې مهمې ورځې دي چې د  تاریخي ورځو په توګه باید ورته ډير پام وشي او د دغه ناکامو تجربو څخه په استفادې د ښه راتلونکي لپاره په دقیقه توګه ګامونه واخیستل شي.

ځوانانو ته دا لازمه ده، چې د ثور د میاشتې د دغه دوه تاریخي ورځو په اړه په مطلق ډول خپله بیطرفي څرګنده کړي او ددغه دواړو ورځو د عاملینو څخه ښه په مدبرانه توګه دا پوښتنې وکړي چې ددغه ورځو لاسته راوړنو په اړه دې ځوانانو ته مفصل او مقنع ځوابونه ورکړي.

که ځوانان په ریښتني توګه داسې هوډ ولري، چې د دغه دوه تاریخي ورځو په ښې مطالعې سره د ځپل ځوان قوي فکر او فزیکي پیاوړتیا څخه په استفادې سره د راتلونکي لپاره تصمیم ونیسي او په عمل کې دا ثابته کړي، چې دوی د دغه دوه ورځو له جملې څخه د یوې ورځې د عاملینو پلوي هم نه کوي او بر عکس له حکومت څخه غواړي چې ددې ورځو عاملینو ته سزا ورکړي.

که دغه بحثونه په همدې ډول چې روان دي همداسې ادامه پیدا کړي له شکه پرته چې له ګټې څخه یې ځوان نسل ته زیان ډير دی، ځکه چې په دغسې پاروونکو بحثونو سره د دواړو خواو د موافقینو او مخالفینو تر منځ د کرکې او نفرتونو لړۍ همداسې ادامه پیدا کوي، چې له بده مرغه بیا هم د همدې ورځو په څیر د تاریخ تکرار دی او بس.

ځوانان باید هر کال په دغه دوه ورځو کې یوه ډيره غټه او شانداره علمي غونډه ونیسي او په بیطرفانه توګه ددغه دوه ورځو د پیش زمینې او عواملو په اړه ځوان نسل ته علمي معلومات وړاندې کړي، تر څو زموږ راتلونکې نسل د دغه ناکامو تجربو څخه په کټې اخیستنې سره په خپل ذهن کې ښه راتلونکې ترسیم کړي او چاته هم دا اجازه ورنه کړي چې په راتلونکې کې ددغه دوه ورځو په څير په هیواد کې د ناکامه او خپلسرو انقلابونو د پیښیدو لامل شي.   

په پای کې ځوان نسل ته دا لازمه ده، چې د زړو فکرونو له انحصار څخه په جدي توګه ځانونه وباسي او اجازه ورنه کړي، چې څوک دې ددوی څخه د خپلو سولیدلو فکرو د تداوم لپاره کار واخلي، که داسې ونه کړې نو بیا به هم هماغسې د تیر په څیر د تل لپاره په کړکیچنونو کې ښکیل پاتې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *