ناپېژاندو کسانو په کابل کې د ښځو د حقونو د مدافعې ډاکټرې حميدې وردګ په موټر پسې مقناطيسي ماين نښلولی و، خو تر چاودېدو وړاندې د کابل پوليسو شنډ کړی دی.

حميدې وردګ تاند ته وويل، دا له کابل څخه هرات ته روانه وه، خو کله چې هوايي ډګر ته ننوته، د تلاشي پر مهال سرتېري وپوهېدل چې د موټر له ټاير سره نږدې، مقناطيسي ماين ځای پر ځای کړل شوی دی.

دا وايي، نه پوهېږي چا به يې په موټر پسې دغه ماين سريښ کړی وي، خو وايي، باور لري چې د دې ژوند ته يې سترګې پټې کړې وې.

پوليسو تېره شپه د اغلې وردګ موټر پلټلی او دغه ماين يې تر چاودېدو وړاندې شنډ کړی دی.

په کابل کې له څو مياشتو راه��سې په موټرو پسې د مقناطيسي ماينونو سرېښول دود شوي او تر اوسه لا مالومه شوې هم نه ده چې دغه ماينونه څوک په موټرو پسې سريښوي.

تر دې وړاندې به په کابل کې يوازې د ملي سرتېرو پر رنجر موټرو د مقناطيسي ماينونو چاودنې کېدې، خو دا لومړی ځل دی چې د يوې مدني فعالې په موټر پسې هم دغه ماين سريښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *