تاند، فیچر: د اوړي په موسم كې د يو شمېر ګرمو ولايتونو په مركزي بازارونو كې د فابريكو د توليدي يخ اړتيا كله كله دومره ډېره شي چې د يخ د فابريكو مخې ته راټول شوي ټيكه داران د خپلې خوښې مالكان وګرځي…په زياته ګرمۍ كې د دوى خپل زړه او خپل بايسكل چې په غريب ولس يخ ارزانه پلوري او كه د اور په بيه… خو د يخ د ټيكه دارانو لپاره دا دوهمه لاره ځكه د ګټې ده چې ولس مجبور وي د يوې ټوټې (سانچې) يخ لپاره ان اته سوه يا زر افغانۍ وركړي او د لمر تودوخې ته زقوم شوې اوبه پرې ځانته د يوې شيبې كوثر وګرځوي.
په ګرمو ولايتونو كې پر يخ د اور بيې هغه مهال زياتې لګي چې په ښارونو كې له دوه يا درې ساعتونو زياته د برېښنا د پارچاوۍ ستونزه رامنځته شي، خو اوس د حيرانتيا وړ او جالبه خبره دا ده چې د خوست د يو شمېر غرنيو سيمو اوسيدونكي په بازار كې د فابريكو د يخ په بديل كې د غرونو واوره كاروي.
د تورو غرونو له څوكو سيمه ييزو بازارونو ته د واورې راكوزول او پلورل اوس د خوست د منګلو كاروبار ګرځېدلى او زياتره كاروباريان يې په ګټه وټه هم ښه ماړه او خوشاله دي، خو تر هر چا زيات ورته هغه خلك خوښ دي چې د خوست په ګرم ښار كې يې شپې راغلي او په سره ګرمۍ كې يې د غره د چينو اوبو پسې ژبې ټسېږي…
عبيدالله د همدغه ښار اوسېدونكى او د ښار په زړه كې د رخت دوكان لري، نوموړى ځان بختور بولي چې په سخت اوړي كې يې هم د اوبو په جام كې د منګلو د غره واورې سپينې سپينې اوړي: (( دلته د فابريكو مصنوعي يخ ډېر ګران تمامېږي، كله كله په بازار كې بېخي نه پيدا كېږي، خو اوس زموږ منګلو وروڼو عجبه كار ته لاس اچولى، دوى د غره واورې په لاريو كې ښار ته راوړي او خلك يې هم اخستلو ته په كتارونو ولاړ وي.))
عبيدالله چې په وړكتوب كې يې هم د غره له چينو ډېرې لپې ډكې كړي، د خپل دوكان مخې ته ايښى منګى يې څو ځله په خټين جام كې راتوى كړ، بيا يې پر خپل زوى غږ وكړ: (( زويه! ژر او په يوه منډه د منګلو لاريو ته ورشه او واوره راوړه.))
بيا يې ماته مخ راواړاوه، په سترګو يې پوه كړم چې تنده يې نه ده ماته… لږه شيبه وروسته مې ترې پوښتنه وكړه، دا د غره په واوره كې له ارزانۍ پرته نور څه كمالونه دي چې تاسې يې دومره په شوق كاروئ؟
عبيدالله وخندل: (( ګټې خو يې ډېرې دي، يو دا چې طبيعي ده، بل دا چې كه اوبو كې واچول شي، يو بېل او عجيبه خوند وركوي، هاضمه راولي او مهمه يې لا دا چې د يخ د فابريكو د ټيكه دارانو ملا يې ورماته كړې ده، څو كاله وړاندې د يخ ټيكه دارانو په همدې شپو ورځو كې بېخي قيامت راوستى و، خلكو ان له وزيرستانه پر يخ بار موټر را اړول.))
د خوست د ښار اوسېدونكى زرمحمد هم راسره په ګرمۍ كې د فابريكو د يخ په نسبت د غره واورو ته د خلكو د لېوالتيا پر علت خبرې وكړې.
ده وويل، په كمه بيه چې يو ښه شى هر چاته په لاس ورشي، نو د هغې شيبې چانس له لاسه نه وركوي: (( يو دا چې د غريبو او د غره د خلكو د رزق ګټلو وسيله او بيه يې ارزانه ده، بل دا چې دې كاروبار د ځنګل وهنې مخه نيولې چې زه ورته ډېر خوشاله يم، د غره خلكو په ځنګل وهنه دومره پيسې نه ګټلې، لكه اوس چې يې د واورو په راايستلو كې ترلاسه كوي…))
۷۰ كلن حاجي محمد خان بيا د كورني طب له نظره د غره واوره ګټوره بولي او وايي، ښه يې په ياد دي چې د وړكتوب په شپو ورځو كې به يې د كورنۍ كوم غړى په ټوخلې اخته شو، نو هغه ته به يې د غره تازه واوره وركوله: (( د غره واوره كه پاكه وساتل شي نو د طبيعت په خزانه مالامال وي، موږ به واورې د ټوخلې په ناروغۍ كې خوړلې، ځكه طبيعي واوره دا ځانګړنه لري چې ستونى نه په درد كوي. اوس كه د معدې مريضان د غره واوره په اوبو كې وكاروي هم ښه ګټه ورته لري.))
دا چې د غره واوره څنګه را ايستل كېږي او د ساتلو لپاره يې په طبي معيارونو پوره تدابير نيول كېږي كه څنګه؟
دا هغه پوښتنه ده چې اړتيا ليدل كېده، څو د هغو لاريو شاوخواته يې ځواب پيدا كړو چې د غره په واورو بار او د ښار په يو مخصوص ځاى كې درېدلې وې.
په دغه ځاى كې چې د خلكو بېروبار هم زيات و، د يادې پوښتنې دقيق ځواب مې پخپله د يوې لارۍ له څښتن فاتح خان منګل څخه ترلاسه كړ، ځكه دغه سړى له څو كلونو راهيسې په همدې كاروبار بوخت دى او تر دا مهاله يې په كې ډېرې لوړې ژورې ليدلې دي.
فاتح خان وایې، که څه هم په صحي معيارونو د واورې ذخیره کول اسانه کار نه دی، خو په وينا يې بې زحمته راحت هم نشته: (( د ذخيره كولو لپاره موږ اته متره ژورې كندې جوړې كړي، په ژمي كې يې له پاكې واورې ډكوو، بيا يې سر د دې لپاره پټوو چې د اوړي تر موسمه واوره خرابه او يا هم ويلې نه شي. بازار ته يې چې راباسو نو پاكوالي ته په كې خاصه پاملرنه كوو، همدا وجه ده چې زموږ مال تر ټولو زيات خرڅېږي.))
فاتح خان د خپل كاروبار د ګټې وټې په اړه هم خورا په زړه پورې تبصره درلوده، د هغه په خبره د دوى د واورې پلورلو موسم څلور پنځه مياشتې دوام كوي او په دغومره موده كې هر كاروباري ته له ۵۰۰ زرو ان تر يو نيم مليون كلدارو (( په خوست كې د دولتي چارواكو او اړونده مسوولينو د بې غورۍ له كبله اوس هم راكړه وركړه په پاكستاني كلدارو كېږي)) ګټه پاتې كېږي.
دى وايي، په تېره روژه كې يې له ۲۰ زياتې لارۍ واوره ايستلې ده او نورو غټو سوداګرو بيا له دې هم زيات كاروبار چلولى دى: (( په روژه كې به له غره څه هره ورځ ۶۰ يا ۷۰ لارۍ واوره راايستل كېده، زموږ د سيمې ټول خلك اوس د ځنګل وهنې له كاروباره لاس په سر شوي او د واورې ذخيره كولو ته يې مخه كړې ده.))
۵۰ كلن حاجي ګل هم چې پخوا يې د غره د لرګيو كاروبار درلود اوس په خپله سيمه كې ځان د غره د واورې تجار بولي او وايي، ځېنې كورنۍ چې واوره ذخيره كوي او ښار ته يې د انتقالولو څوك نه لري، نو دوى ورځي او په پيسو يې ترې د واورو ذخيرې رانيسي: (( يو خو د غره د لرګيو وهل راته ګناه ښكاره كېده، بل دا چې ګټه يې وه مګر پوره كال خواري يې غوښته، اوس مې چې ځنګل وهنه پريښې، نو ګټه مې څو چنده زياته شوې، بس په غره كې د واورو ذخيرې اخلم او ښار ته يې په لاريو كې انتقالوم، ښه مې ساعت ورسره تېر دى.))
د حاجي ګل په خبره د دوى د كاروبار له بركته يو شمېر واړه كاروباريان هم راپيدا شوي او د حلال رزق ګټلو دې نوې ذريعې پوره ګټه ور رسولې ده.
زلمى چې په خوست ښار كې ريكشا هم چلوي د غره د واورې په وړو كاروباريانو كې راځي، ځكه دى چې د ورځې له سورليو وړلو وزګار شي، نو مازيګر مهال له لاريو واوره اخلي او بيا يې شاوخوا كليو ته د پلور لپاره لېږدوي.
د ده په وينا، له خپل اوسني كاروبار څخه خوشاله او ساعت يې پرې تېر دى: (( هره ورځ په منونو واوره اخلم، بيا يې كليو ته وړم، د كلي خلك د فابريكو يخ نه اخلي، وايي هغه ورته زيان لري، خو د غره واوره بيا په ډېره ښه بيا راڅخه اخلي.))
زلمى وايي، د ده د معلوماتو له مخې اوس مهال په خوست كې د غره د واورې كاروبار يوازې د منګلو د قوم په لاس كې دى، خو كه د تڼيو او ځدراڼو د سيمې اوسيدونكي هم ورته پاملرنه وكړي، نو ډېر ژر به د دوى اقتصاد هم ورسره د ودې پر لور ولاړ شي او د خوست ځنګلونه به د تل لپاره خوندي شي.
فیچر: شینواری او کریمزی