نن بیا د کابل – جلال اباد لویه لاره، د یوه ځوان په وینو سره شوه. دا ځوان د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انجینیر سمیع الله نصرت و چې د یوې ټرافیکې پیښې قرباني شو. الله دې وبخښي او کورنۍ ته یې د زړه صبر ورکړي.
کابل – جلال اباد لویه لاره، د ټولواک مرحوم محمد ظاهر خان په وخت کې جوړه شوې وه. هغه وخت مناسبه لاره وه؛ ځکه موټر لږ و او شاید په څلریشتو ساعتونو کې ایله پنځوس موټرو پرې تګ راتګ کاوه؛ خو اوس ممکن په هرو لس – شلو دقیقو کې همدومره موټر پرې مزل کوي.
د لویو لارو نخچې د ټرافیکي تراکم په حساب بدلیږي؛ خو دلته چې له کابو نیمې پیړۍ راهیسې خونړی جنګ روان دی او د وطن د بربادۍ پلانونه په مختلفو پلمو تطبیقیږي؛ نو دې لارې نیمه پیړۍ کې هم، تغییر ونکړ.
وګورئ، د پیښور – هریپور لویه لاره یو وخت دومره نرۍ وه چې دوه موټر به مخامخ شول د یوه ټایرونه به خامې ته غورځیدل؛ خو نن هسې نه ده. هغوی هوښیار و. هغوی موږ جګړو ته تشویق کړو او خپله یې وطن ته کار وکړ. نن دا ګاونډی د ګڼو موټر وې او های وې څښتن دی او موږ په پخوانیو سړکونو سفر کوو.
له پولیس ـ ټرافیکو خو هیڅ تمه نه ده په کار. هغوی د پیښو د مخنیوي لپاره هیڅ پلان نه لري، شاید ځینې یې پیښو ته خوشحاله شي. همدا ټرافیکي پیښې دي چې دوی ترې د عاید د سرچینې په توګه استفاده کوي.
په هرصورت؛ موږ مجبور یوو له شته امکاناتو سالمه او بې خطره استفاده وکړو. دا کار چې زموږ په خپل وس کې دی؛ د خطر کچه تر ډيره راښکته کولای شي. زه خپله کله کله په دې لاره سفر کوم او د موټر چلولو په مهال وخت ناوخت له ځینو خطرناکو حالاتو سره مخ کیږم چې کله زما غلطي وي او کله د بل. که اجازه مو وي، نو یو څو سپارښتنې لرم، هیله ده هر موټروان یې عملي کړي:
* دا لاره نرۍ او له موړونو ډکه ده. ډیر لږ داسې هوارې ساحې شته چې که د سپیډ ستن پکې د لږ وخت لپاره ۱۰۰ ته و رسیږي، نو هم باک یې نشته. کوښښ وکړئ، سرعت کنټرول کړئ. د سرعت کنټرول ښه فرموله دا ده چې په هغه سپیډ کې لاړ شئ چې تاسو د احتمالي خطر په مهال پکې موټر کنټرول کړای شئ.
*یوازې په هغه وخت کې سبقت ( له بل موټره مخکې کیدل) وکړئ چې مخامخ ساحه، د دید وړ وي. مثلاً: موړ کې مقابل طرف نه ښکاري، که تاسو داسې وخت کې مخکې کیږئ، نو ممکن له مقابل لوري په لوړ سرعت کوم موټر را روان وي او د ټکر لامل شي.
*کله چې کوم بل وارخطا ډریور له تاسو د مخکې کیدو کوښښ کاوه، نو تاسو اجازه ورکړئ او خپل سرعت مو کم کړئ؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې له مقابل لوري بل موټر راروان وي.
*که کوم موټر در ځنې مخکې شو، خیر دی ورپسې مه ځغلئ. ممکن هغه ډیر بیړنی کار ولري. په یاد ولرئ چې تاسو د لویې لارې موټر چلونکي یئ؛ نه د ځغاستې د سیالۍ ګډونوال.
*هیڅکله لویو لارو کې یوازې سفر مکوئ ( کله چې خپله موټر چلوئ) خامخا یو څوک ولرئ چې تاسو وڅاري؛ ممکن یوازې حالت کې خوب درشي.
*له اوږده سفر مخکې موټر خپله چیک کړئ: بریک یې وه ازمايئ . د بریک تیل یې وګورئ.څراغونه یې وګورئ، د پایو نټونه چیک کړئ او…
*د سفر په مهال ( که سورلۍ یئ) له ډریور سره داسې کیسې مکوئ چې هغه په کیسه کې غرق شي او بیا ټوله سورلۍ له ځان سره غرقه کړي. که خپله موټرواني کوئ نو د چا کیسو ته ډیر ژور غوږ مه نیسئ. ستاسو مسوولیت دا ده چې خپلې لارې ته ځیر اوسئ. دا لویه لاره ده، (قصه خواني) نه ده.
*له ټيلر څخه په هر ځای کې مه مخکې کیږئ. تاسو ته هغه ورو ښکاري، خو لوړ سرعت لري. د هغه اوږدوالی هم د دې لامل کیږي چې ترڅو ترې تاسې مخکې کیږئ، ممکن له هغې خوا بل موټر راشي. په داسې حالت کې بیا نه مخکې تللی شئ او نه وروسته پاتې کیدای شئ او همدا د ټکر لامل ګرځي.
*د شپې موټرواني له ورځې سره توپیر کوي او څوک چې تجربه نلري، نو خطرونه یې زیات دي. خصوصا زموږ په وطن کې چې ځینې احمقان لایزري فول څراغونه را روان وي او د مقابل لوري هیڅ خیال نه ساتي. نو که د شپې د سفر تجربه نه لرئ، مه یې کوئ. د بلا ګانو په دې وطن کې ممکن له ټرافیکي پیښو علاوه د شپې نور خطرونه هم وي.
*او…
د یادونې وړ ده چې د کابل -جلال اباد لویه لاره نږدې ۱۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري، که څومره په لوړ سپیډ مزل وشي، بیا هم په رسیدو کې یو ساعت فرق نه راځي. نو د یوه ساعت مخکې رسیدو لپاره ولې ژوند له خطر سره مخ کړو؟
۱۳۹۸، د لړم۲۶مه
نعمان صیب ستاسو وړاندیزونه موټروانانو ته ډېر په زړه پورې دی. اما په پورته یادشویو شرایطو کې چې له ترافیکي قوانینو ښکاره سرغړونه ده ، د نړیوال ترافیکي قانون په چوکاټ کې په هېڅ صورت اجازه نشته او ټول واضیح جرایم دی چې له موټرچلونکو باید لایسنس واخیستل شي.
مثلا په ګولایی کې له بل موټر سبقت کول ښکاره جرم دی.
په هغو سرکونو چې له دواړو خواوو نه نقلیه وسایل تګ راتګ کوي د موټرو سرعت تر 70 کیلومتره په یوساعت کې باید زیات نه وي.
تاسی یو ځای ولیکل چی ټرافیکی پولیس ځینی وخت له دا ډول قضیو خوند اخلی نو زه به لیری نه ځم د کابل چوک به درته وښایم تاسی راشی او وګوری چی مظلوم ولس څه ډول توپیری چلند کیږی ګوری به چی یوه ورځ هیڅ مرسیډیز موټر ته اجازه نشته سبا به ګوری چی سوارلی جګوی یو ورځ به وګوری چی د یوه ډریور ټول اسناد مکمل وی مګر ددی په خاطر چی دا ولاړه سوارلی جیګه کړی او دا مامورین او کارمندان په وخت ورسیږی سوارلی جیګوی او ترافیک به راشی او ورته وبه یایی کتابچی مسیر نداری
بیابه وګوری یو لنګ په نوم دی ملاقی د هر ډریور نه به ۵۰ افغانی واخلی همداسی یاد ولاړ کسان کله کیسه کوی چی دلته ولاړ ترافیکو مشران او دا ملاقی ددی موټرو څخه په حق اخیستو کی شریک دی
د یادونی وړ ده چی دا مشکلات می آرګ او اشرف غنی په نوم نشرونکی پاڼه کی هم شریک کړ مګر څوک غږ نه پورته کوی
همدارنګه د ویلو ده چی لوګر د کابل سړک کال پوره کیږی مګر تر اوسه د بنی حصار غر پوره نده تراشلی نو پاتی شوه کندنکاری بیا وروسته یی کانکریت او قیرریزی مسایل
نو ټولو دوستانو نه می هیله ده چی اشرف غنی دا خبره ورسوی اود ښاروالی مسولین را وغواړی او ددی سرکونو او د کابل لوګر لویی لاری په اړه د شته خنډونو په اړه ولس معلومات ورکړی ځکه زیاتره وخت مریضان او نظامی قطار چی تیریږی له مشکلات او ستونزو سره ډک کوی باید ولسمشر د شاروالی او ریاست ترافیکو په مشرانو او نوی مقرریو په اړه بیا له سره کتنه وکړی
زه کوم چوکی نه ترینه غواړم مګر دا غوښتنه ده چی ولس واقعی خدمت غواړی شعار بس ده
سلام
په توله نړۍ کې حمل او نقل ، لویی لارې او سړکونه ، دلارې پرسر د استراحت او تفریحی ځایونه او مناسب امکانات له سالم امنیت او سکون سره ډیر عایددولت ته راوړی چې ترافبکی ټولې کمزور تیاوې په کې تامین کیږی او به دوامداره تو ګه دې سیمې ته مالی قوت برابروی اود پر مختګ سبب کرځی زما هدف به لنډه توګه لاندو جملو کې وڅېږی
د کابل – ننګرها ر لاره عجیبه ښکلا لری خو دې ښکلا ته نه دپخوانی باچا فکر شوی اونه دشهید داود خان او ورپسی دچپیانولړۍ
اوهمدارنګه د کابل وژونکی ربانی ، ورپسې دطالبانوامارت اوباالاخره د عالم اسباب د کلیمی ګارونکی پخوانی مکرجن حامد خان ۴۰ کاله باچا او ۴۰ کاله مساوی په ۸۰کاله ،تراوسه څومره پیسې ور باندی لګېدلی دی ؟ د ښکلی ماهیبرستونی ، د نغلود فېروزیی رنګواوبو طبیعی منظره دسروبی ولسوالۍ د څراغونو رڼا دالفت صاحب ابدی بې ګناه کور ا و درونټې بند په تیره بیا دتورو تیارو تونل چې حتي څراغونه ېې سم نه دی هر یو یی ځانته د سیلا نیانو لباره د ابادی اوعمرانی کېدو برخې لری بله ښکلا ددې لویې لاری په لنډه فاصله کې دموسم بدلون دی دریمه ښکلا یی نامتو لیکوالان،د غازی امان الله مقبره شاعرا ن تاریخی اثار،دجلاالدین اکبر تجارتی مرکزو اود ننګرهار یانو چپلی کباب دی لنډه داچې یو ه لاره هم ښکلا ته ،هم مصرف ته ،ساتنې او هراړخیزه دسیلا نیانو اومسافرو لباره خوندور رستورانونه هم غواړی کابل په ژمی کې دننګرهار لپاره بام دی
کاشکې سړ ک خبری کولای شوای په افغانستان کې بیسواد خلک ګاډی چلونکی دی