تاند- په اوکراین کې دا ماشوم هغه مهال ومړ چې یوه ځانوژونکي د میکرویان ډوله ودانۍ له پنځم پوړه ځان وغورځاوه.
ځانوژونکی، چې عمر یې ۳۹ کاله ښودل شوی، د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا ښار کې له ودانۍ پر دغه ماشوم ولوېد. دواړه ځای پر ځای مړه شول.
ماشوم د ۲۱ میاشتو و. د پېښې په وخت د ماشوم پلار حاضر و او دا ترخه صحنه یې لیدله.
د انتحار کوونکي مور وايي چې زوی یې د نوي کال په پارټۍ کې برخه واخیسته او بیا یې له دوی سره خدای پاماني وکړه.
د ځانوژونکي د نوم او د انتحار د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.