Zaheer- Asmat Zaheer

پر دوو لکړو روان مبارز سړی !

مهمه دا نه ده چي په تورتم کي رڼاوي پورته سوې ، حیرانونکې دا ده چي دا رڼاوي د یو داسي چا لخوا په دې تور تم کي دود وګرځول سوې که په بدني توګه له دې رڼاوو بې برخي پاته دی خو په باطني یا روحاني توګه له دې رڼاوو برخمن او د ژوند رنګونو او غورځنګونو ته بیخي هیلمن څوک دی .

په ۲۰۰۱ء کلونو را وروسته د کندهار څخه د ( ښکلا) غوندي معیاري مجله خپرول خپله یوه د رڼا لپه وه ، امکان لري پر ډېرو نازکو مزاجونو به یې انګازې ښې نه لګېدې خو ( ښکلا) نوره د کندهارعلمي او ادبي  اړتیاپامېدلې وه چي د کندهار په اړه جوړ سوی ( د جګړې د شیطاني ځالي) تصور په علمي، منطقي، ادبي ، فرهنګي او کلتوري هڅو شنډ کړي هم دا ډول یې وکړل :

د یو تاریخي، ادبي ، علمي او متمدن کندهار تصور په عملي توګه دې مبارز سړي د ( ښکلا) په وسیله نړیوالو  ته وړاندي کړو .

په واقعیت کي د جوش پله یې ( هغه مهال یا په پېل کي ) تر هوښ درنه وه ځکه خو لنډي ماران کرار، کرار ورته اوږده سو :

په مستعار نومو لیکني ورپسي راپیل سوې هم هر ډول ټاپې ورباندي ولګېدې ، بېنوا ټولنه یې د هندي فلمونو پروډکشن ونومول سوه ( ښکلا) د سیکولر او فلسفي فکرونو ترجمان مجله وبلل سوه خو دا د خپل عشق په جنون کي غرق مبارز سړی د کندهار څخه کوټي ته د کوټي څخه کندهار ته د ( ښکلا) په سینګارولو کي داسي ورک و چي نه یې د چا جمال ته پام و نه یې د چا جلال په باک راوړلو .

رښتیا هم مبارز خلک مبارز خوبونه ویني ، مبارز فکرونه پالي هم یې خپروي خو زموږ دې مبارز سړي کي اضطراب او ناقراري د سیند په څېر روانه وه تر هغو یې روح قرار موندلی نسو تر څو یې احساس کړی مسولیت سرته رسولی نه وای .

 یوار د ( صالح) په واده کي مي داسي شدید د اضطراب په حالت کي ولیدو ، بس هم دا یې په جدي توګه په پام کي نیولې وه د ( صالح) واده دی چي هیڅ یوه ستونځه او مشکل یا د کوم څه کمی پېښ نسي :

زه د پښین څخه ورغلی وم ترنیمه مي زیاته ورځ پر څنګ په ولاړه ورسره تېره کړه ، بیا یې هم دې ته پام نه و چي پر څنګ راسره ولاړ کس څوک دی .

دې مبارز سړي د ۲۰۰۵ ء په کلونو کي د میرویس خان نیکه درې سوه کلیزه جوړه کړه ، په کندهار کي دا ډول غونډه جوړول ځان ته یو اوچت عملي ګام و چي پر خپلو ناتوانو وږو یې د غره په څېر د کلک عزم دروند بار اوچت کړو .

د کندهار چاپېریال زښت تنګ او بدرنګ دی دا ځکه خو هرڅه ته د مذهب او عقیدې په عینکوکي ګوري هم یې د قبیلویت په ځانګړې هینداره کي خدوخال لټوي :

یو محترم مشر لیکوال د شیرشاه سوري قول ته په ګوته نیولو سره ( چي پر دېوال راځړوند و)پرغونډه د قبیلویت او قبیلوي تعصب ټاپه ووهله ، د غونډي څخه روان سو خو دا غونډه د کندهار په ادبي غونډو کي بیخي یادګار غوندي غونډه وه لاکن دلته هم دا مبارز انسان د شدید اضطراب په حالت کي و هم یې  د جوش پر ځای د هوښ لمن په دواړو لاسو ټینګه نیولې وه خو بیا هم د دننه اضطراب او شدید کش مکش یې له څېرې عیان و :

دا اضطراب او کش مکش د میلمنو خدمت او میلمه پالنه کول و:

ته ګوره دې د غره په څېر مبارز سړي ته چي د سهار د میلمنو د ( ناشتې) او تر (حمام) د رسولواضطراب یې هم د لیدلو وړ وو.

د یوه ملنګ په ورتګ کله هم کوربه د تشویشناک حالت سره مخامخ کېدلی نسي ، یوار کوم مشر شاعر زه او دا مبارز سړی د شپې لخوا په کندهار کي میلمانه کړو ترډېره ناوخته په بانډار په داسي حالت کي اخته و چي پیالې، پیالې د انګورو اوبه مي په دې نیت څښلي وې د مشر شاعر په قول چي مالګه مي پکي اچولې ده او ټوله شپه مي د سهار تر اذانو د غوماشو سره په مبارزه تېره کړه :

بدبختي دا پیښه سوه چي په میلمستون کي دسهار د  اودس لپاره اوبه نه وې ، اوس پر دوو لکړو روان مبارز دمخه زه ورپسې وم ، په لاره کي مي په یو مسجد کي لمونځونه ادا کړل خو اوس رڼا نور خپل څادر کرار، کرار غوړولو چي خاد سړک ته ( بېنوا ټولني ) ته ورسېدلو بیده سو ، ښه ساعت وروسته یوه مهربانه مورني ږغ مي سترګي را روڼي کړې چي دا مبارز سړی یې په دومره مینه او شفقت ښکلولو، ما ویل دې میني زړه راپکي غوڅ کړو :

( مور دي ستا قربان سي نن دریمه شپه ده چي کور ته نه یې راغلی او نه مي لیدلی یې، واخله دا کالي مي درته راوړي دي وایې غونده ) .

د حالاتو او وختونو ستمګري یې له څېرې بیخي عیان وه خو د چنار په څېر تر دنګه ونه یې په څو کرته مورنۍ مینه دنګه ایسېدله ، اوس چي دا چنار ونړیدو او سوری یې ورټول سو نو د دې مبارز سړي په روح کي د استقامت ،جرات او محبت په بڼه وغځیدلو .

یوار په ( ارګ) کي د هیواد مل صاحب په دفتر کي (حمیدي صاحب) ته یې ډېري سپیني او د جرات ډکي خبري وکړې ، زما په اند (هیوادمل صاحب) به په ټول ژوند د ( حمیدي ) په وړاندي د داسي سپینو خبرو کولو جرات ونکړي .

یقیناً ژوند سخت دی بیخي سخت دی، ورځ دربله نور هم سختیږي ، ټول خپلاسي (مصنوعي) چلندونه دي ځکه چي د یو وروسته پاته خپلاسي چاپېریال وګړي یو د خپل شخصیت رغوني رنځوران خلک یو چي اکثر خپل سوري ته هم په شکمنو سترګو ګورو ، دخپلو شومو هیلو د غني کولو په خاطرکله ،کله  د ځناورو پوست هم په ځان واغوندو ، د ورور په زړه کي منګلي ښخولی سو هم له چاپېریاله د ( غیرتمن انسان) تمغه په خپل ټټر ځړوندولی سو ، خو دا مبارز سړي داسي خپلاسي ( غیرتمن انسانان) په جرات ګواښلي هم یې د چاپېریال دا کرغیړن مضبوط کرکټرونه غندلي دي .

یو کال د ( انارګل مشاعره) کي دې مبارز سړي د ( ډاکټراشرف غني) په ملاتړ پمفلټ د خپلو ملګرو په مرسته په برخوالو وویشل :

پمفلټ نه و سم دم ځانمرګی و ، د کندهار ټول چارواکي په خوځښت راغلو زما د څنګ پرچوکۍ ناست مبارز سړی اوس مخفي خلکو تر لاسونو ونیولو هغه کوټې ته یې بوتلو چيري چي (ښاروال حمیدي) د ده منتظر وو ،د ښاروال او د دې مبارز سړي ترمنځ کلکي ترخې او زیږې خبري وسوې :

تر ودانۍ دباندي د سړک پرغاړه مخفي خلکو د دې مبارز سړي سره هغه غېر انساني چلند روا وګرځولو نور که نه وي ( نوري وال) او (نادم ) یې د سترګو لیدلی حال نن هم د اوښکو په ډکو سترګو درته بیانولی سي لاکن دلته جادوګرو لاسونو هم خپل کار وکړو د دې  مبارز سړي او نژدې ملګرو تر منځ یې واټنونه رامنځ ته کړو او دا مبارز سړي په پټو سترګوورسره  و هم منل .

همدغه ریاستي جبر وو چي دغه مبارز سړی یې نور  د ادب له ډګره د سیاست د ازغن دښت لار وی وګرځولو او په عملي سیاسي مبارزه یې لاس پوري کړو اود  پښتو شاعري د بغاوت او محبت د یوې نوي لهجې له شاعره بې برخي سوه .

دې مبارز سړي په توپانونو کي د بري لاره په پولادي عزم را لنډه کړه هم یې دا ډول د محرومیت احساس په بدلون واړولو او ځان یې په ملت کي تحلیل کړو دا ځکه خو ( کندهار) او ( محمدیار یار) د یوه او بل جدي اړتیا ګرځېدلې ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *