تاند- دا پُل، چې روپ بریج (rope bridge) نومېږي، په آیرلنډ کې دی.

روپ بریج یا د پړي پُل دومره مشهور دی چې که څوک غواړي چې پرې تېر شي، باید ټکټ واخلي.

دا پُل له دې کبله هم زیات مشهور دی چې په یوه ښکلي ځای کې جوړ شوی، شاوخوا یې زړه راښکونکې منظره ده او بل د پلي تګ لپاره مناسب ځای دی.

د ټایم مجلې له راپور سره سم، روپ بریج په ۱۷۵۵ م کال د دې سیمې د کب نیوونکو له لوري جوړ شوی دی.

دا پُل، چې تر اوبو شاوخوا ۱۰۰ فوټه لوړ دی، هر کال یې سیل ته ۲ لکه ۵۰ زره تنه راځي.

پر پله د تېرېدو لپاره ټکټ د سهار له نهه نیمو بجو پلورل کېږي او هر ټکټ د یو ساعت لپاره دی ځکه چې بیروبار ډېرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *