له دندې ستومانه راغلم، یوم مې راوخیست ځیني کارونه چې د کور جوړولو معمار يي نه کوي باید زه يي وکړم، سات دوه ساعته هر مازدیګر همدا رغنیزې چارې مخته وړم.
د همدې ورځو په څیر یو مازدیګر په کار بوخت وم، خولې مې پر بدن روانې وې داسې ښه ځب ځب وم، د چاغښت مې هم کمې نه احساسیږي خو خیر ستومانه وم، سر مې راپورته کړ، چې په چوتره کې مې پر ناستې میرمنې سترګې ولګیدې، په څیره يي خواشیني ښکاریده، زما په لیدو حیرانه شوله، ژر راپورته شوه او له منګي يي جام را ډک کړ ماته يي ونیو او له لاسه يي ونیولم پر چوترې کیناستو اوبه مې وڅښلې خپل خولې مې پاکې کړې شیبه وروسته مې د خپګان لامل ورڅخه وپوښته، غوښتل يي چې ما له ځانه سره د ناامیدی(ناهیلي توب) پرککړ ټغر کیننوي، خو بیا هم مجبوره وه.
ویل يي موږ ستا د دې نری وظیفې تر شا خدای تعالی د یوې ټوټې ځمکې څښتن کړو، هلې کوه ځلې کوه، په افغانستان کې د دې پر لګښته دودو څخه يي یو څه پیسې سپموه، له ځینو دوستانو سره له سیالۍ تیریږه، کله د کور جوړولو معمار راولو او کله ما او تا دواړه معماران شو کله ته خښته لګوی، کاریګره دې زه او کله ته کاریګر، خو په هر ترتیب پیسې سپموو څو دا کور مو یو سرته ورسیږي، خو راتلونکی مې ………………..
بیا غریو ونیوله ښه نو بیا ………….نو بیا………. ویل يي، ماته مې خپل وړکتوب رایاد شي….. نو ولې؟……
له هغه داخلي جګړو یریږم………
ها……
بیا به مو کورونه یوې او بلې ډلې ته د مورچل په توګه استعمالیږي بیا به مو پنډونه په سرو وي هره کوڅه به د جګړې لومړې لیکه وي، له تا مې اوریدلي چې ۲۰۱۴رانږدې شوی او انتخابات را روان دي، دلته خو هیچا هم په اسانه واک نه دی پریښی.
شرقي به غربي ته زموږ له کوره د مورچل ګټه اخلي او غربي به يي شرقي ته، یو ګوند به يي یوه ته او بل به يي بل ته او هر یو به د الله اکبر نارې لا بیلې وهي، پرس به معلوم نه وي هر یو به ویاړي چې ما دومره ووژل او ما دومره له تیغه تیر کړل په بریتو به هم لاس راکشوي.
ګاونډیو هېوادو کې هم د ابرو مخ نه لرو، ایران هم د سر په کاسه کې اوبه راکړي او پاکستان هم، ستره پانګه مو همدا کور دی او په داسې یوه حالت کې چې ټول په تیښته وي کور دې څوک په دوه انې هم نه اخلي او دا لا څه کوي چې خپل کورته به دې څوک پریږدي هم نه. نه به دا فکر څوک لري چې د دې کور په رغولو کې موږ څومره له سیالانو پاتې راغلي یو، مړي او ژوندي ته هغسې چې لازمه ده ځان نه دی رسولې فزیکي زحمتونه خو يي لا پرځای پریږده، چې دا ظالمان به يي د یوې سرشانيي د ګزار ښکار کړي……………. بیا غریو ونیوله
زه هم په فکر کې شوم له یوې شیبې ځنډه وروسته ما هم په هیله بخښونکي انداز کې خپلې خبرې سره وغځولې، چې ګوره دا وروستی نسل هغسې نه دی څنګه يي چې ته فکر لرې دوي کم از کم دا دوه هېواده خو لیدلي نړۍ خو لا څه کوئ.
بیا يي تحصیلونه کړي، چا له بهره دکتوراګانې راوړي فکر نه کوم چې خپل کورونه وران کړي یا یو بل ته په مورچلو کې کیني.
ګورې نه چې نامخدا په تلویزونو او راډیوګانو کې يي کمی نه احساسیږي، د خولې قاموس(ډکشنري) يي دومره قوي دي چې یوه یوه خبره په ډیر ځنډ کې کوي لامل يي دا وي چې ذهنا په الماریو کې د یوه ښه لغات پسې ګرځي بیا خبره خوشې کوي دا خلقې نه ښاد که ټوپک ته بیا لاس کړي.
او که احیانا په دې هرڅه دوي سترګې پټې کړي، نو بیا خو ما او تا یو، ستا خبره چې بغیر له خدایه، نه پاکستان لرو او نه ایران او نه کوم بل هېواد. څنګه چې دې په رغولو کې راسره مرسته کوله همداسې به يي دفاع هم کوو.
ولو که د هرې ډلې وي او که په هر نامه وي که فرښته هم وي او زموږ د کور د ورانولو قصد يي لاره هغه د بابا د وخت چرايي راپاتې، په دې ټنډې به يي درته وولم، ځکه هره ډله مو ځان ځانته د ضمیر په ترازو کې په تول پوره ونه ختله هغه هم په دې څو لسیزو جګړو، چې څوک د څه لپاره جنګیږي او څوک د څه لپاره، نور نه غولیږو او نه کډې د چا له ډاره باروو او نه دې چا وژل زغملای شو، غواړو په خپلو جوړو شوو خونو کې د ازادۍ او خوشالۍ هوا تنفس کړو، مه يي ۲۰۱۴پسې ګرځه او مه کوم بل تاریخ پسې، له کوره نه وځو او نه هیله ورته جوړوو. بس دفاع يي کوو چې څو مو سرونه په تن وي خو څوک خو ولاکه رانه پرې ښاد شي او نه به يي رانه څوک د مورچل په توګه استعمال کړي خو کله مو چې سر وخوړ بیا چې څوک مورچلې پرې جوړوي او یا يي څوک غصبوي ما او تا به نه یو، خو دوي دې یو وار بیا له خپل ضمیر سره محاسبه وکړي.
کمالپوري:
07-Sep-2013