تاند- په نړۍ کې داسې پلونه هم شته چې ښايي هرڅوک پرې موټر ونه چلولی شي.
بې له شکه پر داسې پلونو د موټر چلول د مهارت ترڅنګ جرات هم غواړي.
د پله لوړوالی او په عین وخت کې تنګوالی پر چلوونکي فشار راوړي چې ذهن زیات متمرکز کړي او پر ځان فشار وزغمي.
دا پلونه د جاپان دوه ښارونه ماڅونو او ساکايي میناتو سره نښلوي او د دې لپاره داسې لوړ جوړ شوي چې بېړۍ تر هغو لاندې تګ راتګ وکړای شي.
د دغه پُل اوږدوالی یو کیلو متر او ۷۰۰ متره دی او تر ټولو په جګه برخه کې یې لوړوالی ۴۴ متره دی.
دا پُل پر ناکانومي جهیل جوړ شوی دی.
او دا یو، چې اشیما اوهاشي نومېږي، د نړۍ درېیم ستر پُل دی.