د افغاني رسنیو د نیمګړتیاوو په اړه د ولسمشرکرزي وروستۍ وینا د اوله درجه واکمن په توګه د هغه ترټولو جدي او تقریباً روښانه خبرې وې.
ولسمشرځینې رسنۍ له نوم اخیستو پرته په بهرني تمویل،خدمت او د افغانستان د ملي یووالي په تخریبي هڅو تورنې کړې.
هغه خبرداری ورکړ،چې د دغسې رسنیو پروړاندې به د قانون زور او تاوتریخوالی وکاروي.
پروخت اقدام
د ولسمشرکرزي دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح شوې چې ځینو رسنیو له څه مودې راهیسې په الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلیمې د یادونې او نه یادونې پرسر یوه مطبوعاتي او حتی سیاسي جګړه جوړه کړې.
له دغې جګړې څخه چې دواړه موافق او مخالف لوري پکې له افراط،شخصي سلیقو او بې اصولیو کار اخلي د هېواد ملي یووالي ته د زیان اړولو وېره محسوسیږي.
ځینې رسنیو په مستقیم ډول له دې مسلې څخه په استفادې سره د نورو قومونو،اشخاصو او سیاسي ادرسونو په توهین او سپکاوي لاس پورې کړ.
ځینو نورو بیا د بریدګرو رسنیو په تقبیح کولو کې ورته چلند وکړ اوپه ټوله کې یې دغه موضوع خطرناکه کړه.
په داسې حالت کې د ولسمشرکرزي خبرداری او مداخله ظاهرا او سمدستي د خطرخوا ته د تلونکې دغې موضوع په کنټرول کې ښه اغېز لرلای شي او د ستاینې وړ عمل دی.
پر رسنیو یو عمومي نظر
په افغانستان کې د رسنیو د ایجاد،هدفونو،تمویل،کاري کیفیت او نورو اړخونو په اړه زیاتې ملاحظې په تېرو دولسو کلونو کې موجودې وې او لا تراوسه هم پرخپل ځای باقي پاتې دي.
یوه د پام وړ برخه رسنۍ مشخصاً ګوندي،سیاسي او فردي ګټو ته د کار لپاره جوړې شوي،دا رسنۍ لکه چې ولسمشرکرزي هم ورته اشاره وکړه ځینې بهرنۍ پټې دندې هم لري.
دا دندې به د نورو پټو یا څرګندو بهرنیو اړیکو په شان چې افغان سیاسي او نور قوتونه یې لري،خامخا د بهرنیو اړیکوالو او تمویلونکو په فرمایش په افغانستان کې سیاسي،قومي،سمتي او مذهبي ناندریو ته لمن وهل هم پخپله غیږه کې را نغاړي.
د پوښتنې وړ شکایت
د ولسمشرکرزي په خوله له رسنیو څخه په عام محضرکې شکایت او پررسنیو ځینې ادعاوې د پوښتنې وړ مسله ده.
د افغانستان په اوسني خورا حساس حالت کې چې ولسمشر له تاریخي مسولیته ډکې نورې دندې پرغاړه لري،په دغسې مسایلو کې د ده د ښکېلتیا اړتیا د ده د حکومت قوت،قانون پرستي او د ملي یووالي د ساتنې اراده تر پوښتنې لاندې راولي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت،عدلي او قضایي ارګانونه،امنیتي او کشفي ادارې او نورمسول مراجع چېرته او په څه بوخت دي،چې ولسمشرپه عام محضرکې له رسنیو څخه شکایت کولو او ورته په خبرداري مجبوریږي.
ولسمشرولې هغه رسنۍ چې د پردي خدمت،تمویل،نفاق شیندلو او نورو ناقانونه عملونو تور پرې لګوي،دغو ادارو ته نه ښيي او په دومره موده کې یې د هغوی د فعالیت مخه نه ده نیولې؟
د رسنیو د قانوني او په اصولو برابر فعالیت په اړه ولې د افغانستان موجود،واضح او توشیح شوي قوانین نه عملي کیږي؟
دا هغه پوښتنې دي،چې د افغان حکومت او شخصا د ولسمشرکرزي عملي موقف د مطبوعاتو په اړه ترپوښتنې لاندې راولي.
ولسمشرباید د نیوکو،شکایتونو او خبرداریو پرځای د دغسې رسنیو پروړاندې د قانون مطابق جدي عملي اقدام وکړي.
یوازې خبرې د هغه د مسولیت ترسره کولو نمایندګي نه شي کولای.
Karzai pe dey kaar sra pekhpela de Iranino amroona amali kawi. De Karzi wekhodela chey dai ham de afhaniat aw Afghanistan aw din tsekha menker dai. Da de dunya pe kom zai key asul di chey de yawe hiwad pe ID card key dey wagerhi melat (Nationality) wene likel shi aw mliat (Ethnicity) dey welikel shi.
Har tsok chey de Afganiat aw Islamiat zhagh porta kawi bya Karzai de iraniano pe lamsoon de qanoon de peli kawelo gwashoona kawi de kom Qanoon tsekha chey pekhpela menker dai. De Afghan , Islam aw Afganistan sera tasob kawel de dey Hiwaad de wejood inkaar kawel di.