د امریکا ولسمشر اوباما د دې هیواد استخباراتي ادارې ته امر کړی دی چې د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو پروسه له سره وګوري. دا له هغې وروسته ترسره کیږي چې ډونالډ ترمټ به د جنوری په شلمه(۲۰) د لوړې مراسیم ترسره کوي.
اوباما ویلی موږ نه غواړو چې د ۲۰۰۸ کال د انتخاباتو په شان غلي پاته شو. د سپنې ماڼۍ امنیتی سلاکارې میرمن Lisa Monaco(لیزا مونیکو) ویلی، موږ له وخته دا اندیښنې درلودې، چې د امریکا انتخاباتي سیستم کي څوک مداخله کوي او ورته ستونزه مو له ګانګرس سره هم شریکه کړې وه. خو له بله پلوه د سپنې ماڼۍ ویاند وویل چې دا به له ۲۰۰۸ انتخاباتو سره هم اړیکه ولري او پایلې به یی ډير ژر له ولس سره شریکې کړي.
سره له دې، ټولو ډیموکراټانو چي په سنا جرګه کې حضور لري له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه کړې، چي ژرتر ژره باید د یادې مسلې، چې د روسیې لاس په کې له ورایه ښکاري حل پیداکړي او پایله یې له ولس سره شریکه کړي.
خو له له بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلی« موږ نه پوهیږو چي امریکا پرموږ د څه شي پړه اچوي، خو موږ هم غواړو، چی څېړنه دې وشي څومعلومه شي او شواهد یې زموږ سره هم باید شریک شي.»
دې زیاته کړه، پخوا هم څو څو ځلې د تورونو پر بنا موږ له امریکا څخه د تهمت لګولو ثبوت غوښتي، چې تر اوسه یې موږ ته څه نه دي ویلی.
خو سره له دې هر څه د امریکا سیاسي شنونکي هم په دې نظر دی چي روسیې د امریکا د انتخاباتو په ځینو سیستمونو کې مداخله کړې ده، خو ډوناډ ټرمپ بیا وایی چي روسیې هیڅ لاسوهنه نه ده کړې.