ژباړن: ساحل منګل –
په هغه څيړنه کې،چې په ۲۶ کلونو کې په ۱۰،۰۰۰ دولتي کارکوونکو باندې ترسره شوه او پایله یې په ۱۹۹۳ کال کې خپره شوه، څرګنده شوه چې متدين او دينداره خلک له غير متدينو څخه ډير کم د زړه د ناروغيو له امله مړه کېږي او په هغې څيړنه کې، چې په ۱۹۹۵ کال کې په يوه کالج کې په ۲۵۰ کسانو باندې د زړه له عملياتو وروسه ترسره شوه، دغه ډول پايله لاس ته راغله، چې دغو کسانو له مذهبي او ټولنيزو خلکو سره اړيکه لرله ،۱۲ سلنه کم ېې د زړه ناروغي د هغو کسانو په پرتله کمه لرله ،چې نه ېې اجتماعي اړيکې او نه مذهبي.
د يوه پوهنتون څېړونکو په يوه روغتون کې له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۸۹ کال پورې ۱۰۰۰ ناروغان تر څيړنې لاندې ونيول او دا پايله ېې تر لاسه کړه هغه ناروغان، چې دعا او لمونځ ېې کاوه د نورو په پرتله ېې پريشاني او غم کم وو.
د مکسیکو پوهنتون هم پر هغو کسانو باندې په څېړنه بوخته ده، چې الکلول څښي. همدا ډول د باسټر پوهنتون له لوري هم د دعا او ديندارۍ په اړه څيړنه روانه ده .
په ژوند کې د يوې مذهبي لارې تعقيبول د انسان د سلامتيا سبب کېږي . دينداره خلک د نورو خلکو په پرتله ډېر کم په نشه ېي توکو لکه سګريټ ،شراب او نورو اخته کېږي .مګر ملحدیان او بې عقيدې خلک له دا ډول ستونزو سره لکه د نشيي توکو کارول او ذهني خپګان سره زيات مخامخ کېږي .
د زړه د ناروغيو متخصص، رانډولف بيرډ د فرانسيسکو په عمومي روغتون کې پر ۳۹۳ ناروغانو بې سارې او پراخه څېړنه وکړه، پر يوې ډلې، چې دعا او عبادت ېې کاوه او بله ډله، چې دا کار ېې نه کاوه څېړنه وشوه. په دې څېړنه کې نه ناروغان خبر و او نه ډاکتران، چې په کوم ډول خلکو څېړنه کوي او د څه لپاره ېې کوي.
ددې تحقيق پايلې ډېرې د ډېرو متخصصو لپاره د تعجب وړ وې.دې پايلو وښوده هغه ډله ناروغان، چې دعا او عبادت ېې کاوه د نورو په پرتله ېې دارو درمل ډېر کم کارول او روحي حالت ېې هم ښه و او د ځينو ناروغيو پرتله ېې له نورو سره داسې وه:
د نور ناروغانو په وړاندې ېې (۳ د ۱۶ په مقابل کې) آنتي بيوبيک ته اړتيا لرله.
د نورو ناروغانو په پرتله ډير کم د (وروم او آماس ريوي ) باندې اخته و (۶ د۱۸ په مقابل کې )
د ډوډۍ تېرولو په وخت کې ېې په ستوني کې ساه نه بندېدله.(۰ په مقابل د ۱۲ کې)
له انسانو پرتله پر نورو شيانو باندې هم څېړنې شوې دي. د هغو څېړنو له ډلې څخه، چې په ۱۳۱ کارونو باندې شوې، دا جوته شوه، چې هغو غنمو ته، چې د لوېدو لپاره ېې دوعا شوې وه د نورو په پرتله ډېر لوړ شوي وو.
په نړۍ کې د دعا او درملنې مشهور متخصص (لاري دوسي) وايي: زه هر وخت د دعا ازميښتونه کوم، د دعا پايلې يوازې په انسانانو کې نه بلکې په نورو کايناتو کې هم څرګندېږي او له دې لارې انسان کولای شي د خپل ځان او ورځينو چارو ته بدلون ورکړی.)
لاري دوسي په خپل کتاب (شفا ورکونې ځانګړتياوې) کې، چې په واشنګټن کې ېې د روغتيا نړيوالې موسسې په مرسته ترسره کړې،۱۰۰ ازموينې، چې ډيری برخه ېې د ادبياتو ارواپوهنې کې چاپ شوې د دعا، فکري تجسم اثرات ېې تر څېړنې لاندې نيولي دي. له دې ازموينو څخه ېې نيمايي د دعا په برکت مثبتې پايلې ورکړې وي .
څيړنو ثابته کړې، چې دعا او ذکر په لاندې ناروغيو باندې ډير اثر لري، لکه:
دوينې لوړ فشار
زخم
دزړه حمله
دسر درد
اضطراب
هيڅ شی نه شي کولای، چې د دعا اثر ودوري. په يوه څېړنه کې دغه موضوع وڅېړل شوه،په يوه قفس کې يو کس کښينول شو او شاوخوا ېې په الکترومگنتیک پوښلی و، مګر بيا هم د دعا اثر له هغه څخه تېر شو.
د باسټن په کنفرانس کې، چې د هاروارډ په پوهنتون کې جوړ شوی و، دا وړاندوينه هم وشوه ،چې په راتلونکو لسو کلونو کې نه دا چې د ناروغ څخه د ناروغيو د نښو پوښتنه وشي بلکې تر څنګ به ېې د ناروغ د دعا، عقيدې او ديندارۍ په اړه هم معلومات واخيستل شي.
نويو علمي څېړنو داهم وښوده، چې کيدای شي له دې وروسته دعا د وزرش او يا نورو درملو په څېر په طب کې شامله شي. په هغه څېړنه کې ،چې پر ۹۱،۰۰۰ کسانو ترسره شوه وېې ښوده هغه خلک،چې په منظم ډول جوماتونو ته تلل او هغه کسان، چې نه تلل ۵۰٪ د زړه په ناروغيو کم اخته کېدل او ۵۳٪ کم دنور په پرتله ځان وژنه کوله.