تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د سالنګونو د حفظ و مراقبت اداره وايي، په دغه سیمه د ژمنیو واورو لړۍ پیل شوې او له تېرې شپې راهیسې له جنوبي سالنګ څخه سخت توپان هم را الوتی دی.
چارواکي وايي، کېدای شي دا وضعیت او واوره ورېدنه یوه شپه او یوه ورځ نوره هم دوام وکړي، خو د لوړ توناژ لرونکو موټرو څخه غوښتل شوي چې په دې لاره رانشي، بلکې یوازې دې واړه موټر له قانوني سرعت او قانوني وزن سره په سالنګونو تېر شي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست همدا راز ویلي، هر څوک چې په دې لاره د تګ راتګ نیت لري، ژمني تجهیزات او زنځیري چینونه دې له خپلو موټرو سره ولري تر څو د تخنیکي ستونزو پر مهال ورته اسانتیا موجوده وي.