ولسي جرګې پریکړه کړې،چې د راتلونکي شنبې په ورځ به د کابل پر سرینا هوټل د وروستي برید په تړاو امنیتي چارواکي خپلې عمومي غونډې ته ورغواړي او د دغه برید په اړه د وضاحت غوښتنه به کوي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال صدیق احمدعثماني د جرګې د دوشنبې ورځې  په عمومي غونډه کې وویل : له امنیتي چارواکو به وغوښتل شي چې؛ د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته حاضر شي او په دې اړوند د خلکو استازو ته وضاحت ورکړي.”

  د برید لنډ معلومات

 سرینا هوټل،چې د پلازمېنې کابل په زړه کې پروت دی،د چارشنبې په شپه د یوه وسله وال برید هدف وګرځید او پکې د څلورو بهرنیانو په ګډون ۹ تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې یو افغان خبریال سردار احمد،د هغه مېرمنه او دوه ماشومان هم شامل وو.

د دغه برید مسولیت د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې پرغاړه واخیست،خو افغان حکومت وویل،چې په برید کې وسله وال طالبان نه؛بلکې د سیمې استخبارات په مستقیم ډول لاس لري.

د ولسمشرکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په اونیزه غونډه کې خو لا دا هم وویل شول،چې له دغه برید څخه مخکې د یاد شوي هوټل ورزشي کلب ته یو پاکستانی دیپلومات ورغلی او د هوټل شاوخوا سیمې یې عکاسي کړې وې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د دغه دیپلومات په اړه د څېړنو د پیل خبر هم ورکړی دی.

د یوه مسلسل داستان دوام

پرسرینا هوټل برید د هغه مسلسل داستان دوام او د ذهني نارامتیا د دوامداره ساتلو د لړۍ یوه بله کړۍ ده.

د افغانستان د ثبات پرضد په روانو هڅو کې څرګنده ده،چې هرڅه د یوې لویې لوبې په چوکاټ کې په نړیواله کچه پلانیږي،د سیمې استخباراتو ته د یوې پروژې په بڼه ورکول کیږي او هغوی یې په هېوادنۍ کچه فعالیت کوونکو دولت ضدو وسله والو کړیو ته د تطبیق لپاره سپاري.

له دې کبله پرسرینا هوټل برید ته د یوه ځانګړي برید په توګه ډېرپام نه شي کیدای،د دې خبرې هدف دا دی چې که حکومت د یاد شوي برید په اړه پرنورو خواوو د عامه ذهنیت د مصروفولو هڅې کوي،تېروځي.

ځکه افغانان نور د غوا توره او شیدې سپینې په داستان نور ښه پوهیږي،دوی ته پته ده چې دوی په روانه جګړه کې که له یوه خورا ظالم او بې رحمه دښمن سره مخ دي،نو ورسره په خوا کې د دوی د حفاظت مسوله مرجع(افغان دولت)هم د دغه دښمن په مقابل کې د مسولیت مطابق دریځ او چلند نه لري.

پردې سربېره پرحکومت دا شک او تور هم موجود دی،چې په دغه داستان کې په شعوري یا ناشعوري شکل د یوه ډراماتیک رول لوبولو په حال کې هم دی،ځکه که داسې نه وي د افغانانو له هره ورځ درنو تلفاتو،وژنو او قربانیو په دوام به دغه مرجع د وضعې د ښه کیدو لپاره پخپلو غلطو او نامسولانه سیاستونو کې عاجل او مثبت بدلونونه راوستي وای.

د ځان خلاصولو پلمې

افغان حکومت پخپله څه باندې یوه لسیزه واکمنۍ کې بیا،بیا ثابته کړې ده چې ډېرکله یې د مهمو مسایلو پروړاندې موقف د ورځې په نرخ او له ملامتیو څخه د ځان خلاصولو د پلمو حیثیت لري.

د کابل پرسرینا هوټل د وروستي ډله ییز برید په اړه د حکومت موقف هم دغسې یوه پلمه او د ورځې په نرخ دریځ ګڼل کیدای شي.

پلمې،غولونکې هڅې او نور کوششونه سیاستوال او سیاسي مراجع په ډېرو هېوادونو او ټولنو کې کوي،خو په هغو هېوادونو کې چې سیاستوال او سیاسي مراجع کم ظرفیته وي،دا پلمې او هڅې ډېرځله کلیشه یي کیږي.

د افغانستان دولت په ټوله کې او حکومت په ځانګړي ډول د یوه کم ظرفیته مرجع په توګه ډېرځله پرهغو پلمو او هڅو د ځان خلاصولو لپاره اتکا کوي،چې کلیشه شوي وي او نه شي کولای دا مرجع د ملامتیو او غفلت له کبله یې د ولس له پامه وبښي.

د اقدام تشه

د افغان حکومت غوڅ دریځ د سرینا پېښې په اړه په دیپلوماتیکه لهجه دا ده،چې ګواکې پاکستاني استخباراتو دغه برید تنظیم کړی او حتی وسله وال طالبان او حقاني شبکه یې له عملي کیدو څخه خبرهم نه ول.

دا خبره سل په سلو کې ښایي افغانان له خپل حکومت سره ومني،خو دا اعتراض ورسره پرې لري،چې حکومت د دغې پېښې په مقابل کې څه وکړل،یا به وکړي؟

په تېرو تجربو کې افغان حکومت له ځانه دا وړتیا ونه شوه ښودلی،چې د ټولو بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان پروړاندې چې حکومت او ولس دواړه یې د خپلو ستونزو یو لوی تقویه کوونکی ګڼي،د یوه واضح سیاست له موقفه کوم عملي او موثرغبرګون وښیي.

د پاکستان په اړه د افغان حکومت عمومي دریځ اوس داسې ښکاري،لکه د افغانستان په چارو کې پراخه او څرګنده مداخله،د بې ثباتۍ د پېښو تنظیم او نور منفي او ځپونکي عملونه یې ټول په افغانستان کې چې مشروعیت ولري او د دغه هېواد حق وي.

د ناامنیو له ډېروحتی عادي پېښو څخه وروسته هم د افغان حکومت غبرګون ډېرکله ترلفظي ادعاوو او شکایته محدودیږي او د ولسمشرپه شمول د ډېرو چارواکو مسولیت دوی ته همدا ښکاري،چې پېښه وغندي،د سیمې استخبارات پکې ښکېل وګڼي او اکثره وخت لا د مضرسیاسي مصلحت له مخې پکې د دولت ضدو داخلي وسله والو کړیو پر حتمي رول او همکارۍ سترګې پټې کړي.

افغان حکومت ته،چې د قانوني واک ډېرکم وخت یې پاتې دی،نور نه دی په کارچې خپل دې مضرموقف او سیاست ته دوام  ورکړي.

حکومت ته نور لازم نه دی،چې د خلکو سترګو ته د خاورې شیندلو لپاره بیا،بیا پلمې،غولونې او نور داسې څه وکړي،چې له ملي اړتیاوو او د دوی مسولیتونو سره په ټکرکې وي.

ولس نور له عمومي شکایتونو،خبرو او مبهمو سیاستونو څخه ستړی دی،حکومت باید راتلونکي ځای ناستي حکومت ته یې د مثبت درس د ورکړې او ولس د وېښتیا لپاره اعتراف وکړي،چې دا دومره کلونه یې د ډېرو قضایاوو په اړه موقف ګیري د ورځیني سیاست په نرخ برابر وو او همدا د زیاتو ناکامیو لوی سبب و.

ځکه مشخص اقدامات،معلومات ورکول او ولس ته ریښتیا ویل د یوه کامیاب او مسول حکومت خصوصیات دي.

One thought on “پر سرینا برید؛ د یوه مسلسل داستان دوام/ ارشاد رغاند”
  1. Karzai and his corrupt government is still dragging their feet to be indirectly in charge in the next term of the government. That is why they want Rasool to win.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *