د سعودي عربستان پر سویل ختیځ کې ابها هوايي ډګر باندې حوثي یاغیانو توغندیز برید کې ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.
سعودي رسنیو ویلي، د پېښې ټپيانو کې اکثره یمنیان او هندي وګړي دي چې ۳ ښځې او دوه ماشومان هم په کې شامل دي.
دا هم ویل شوي چې د څلورو ټپیانو وضعیت خراب دی.
د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې پوځ د عام المنفعه ځایونو او ښاریانو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات کړي دی.
بلخوا حوثي یاغیانو پر خپله ویبپاڼه د برید مسوولیت اخیستی او ویلي یې دي د دوی لخوا نیول شوي هدف کې سعودي عربستان ته پراخ مالي او ځاني تاوان اوښتی دی.
د یادونې ده چې یمن کې د عرب ایتلافي ځواکونو او حوثي یاغیانو تر منځ جګړو کې ۷ ملکیان وژل شوي او له ۱۱ زرو زیات ټپیان دي.