تاند- ملي اردو وايي، هغه سرتېري تښتول شوی چې په کندهار کې یې تېره اوونۍ پر بهرنیو پوځیانو ډزې وکړې او یو سلواکي عسکر یې وواژه.
تېره اوونۍ(چنګاښ ۱۸مه) د نمبر خان په نوم یوه افغان عسکر د پیرې له برجه پر سلواکي ځواکونو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو سلواکي سرتېری ووژل شو او پنځه نور ژوبل شول.
له پېښې وروسته افغان عسکر ونیول شو او نوم یې نمبر خان وښودل شو. له نمبر خان څخه نړیوالو ځواکونو تحقیقات کول خو اوس ملي اردو وايي چې نمبرخان تښتېدلی دی.
که څه هم تراوسه پوري څرګنده نه ده چې نوموړی څرنګه وتنوانېد چې له یوه داسي ځایه وتښتي، چې شاوخوا یې ګڼې پوستې او کلک امنیتي تدابیر موجود دي، خو ملي اردو وايي چې نمبرخان تښتېدلی نه دی بلکې تښتول شوی دی.
په کندهار کې د ملي اردو د یوه جګپوړي قومندان په وینا نمبرخان پرون د افغان ملي اردو د یوه صاحب منصب له لوري په چل له توقیف ځایه ایستل شوی دی.
په کندهار کې د ملي اردو قومندان جنرال عبدالحمید حمید ویلي چې نمبر خان د ملي اردو د صاحب منصب له لوري د درملو ورکولو په پلمه پرون/یکشنبه/ سهار تښتول شوی دی.
جنرال حمید د دغه صاحب منصب نوم وانخیست خو داسي ښکاري چې دا صاحب منصب به هم د دولت د وسله والو مخالفانو نفوذي غړی و.
په همدې حال کې طالبانو ویلي چې نمبر خان ځان تر دوی پوري رسولی او اوس په خوندي ځای کې دی. طالبان وايي چې د نمبر خان اصلي نوم احسان الله دی او د ننګرهار اوسېدونکی دی.
په کابل کې د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي هم تایید کړه چې حمله کوونکی افغان سرتېری تښتېدلی دی.
عظیمي خبریالانو ته وویل:«له بده مرغه هغه پرون د یوه بل افسر په مرسته، چې د ده څارنه یې کوله، له توقیف ځایه تښتېدلی دی.موږ تحقیقات پیل کړي، په دې اړه نور مالومات به وروسته خپياره کړو.»
تېر کال(۲۰۱۲) د افغانستان د امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو په حملو کې ۶۰ بهرني پوځیان ووژل شول.
It is a shame for Afghan Army
په تیر کال کی د ملی اردو دعسکرو لخوا شپیته تنه خارجی عسکر مردار شوی او په همدی کال کی د طالبانو لخوا نه دوه زره ملکی افغانان شهیدان شوی او شپږ خارجی عسکرمردار شوی اوس نه پوهیږم چی مجاهد څوک دی او د مجاهد دنوم نه ګټه اخستونک څوک دی