افغانستان-لغمان

ولايت مقام- مطبوعاتي دفتر

نيټه:٢٠-٧-١٣٩٤

لغمان ولايت کې د کار ټولنيزو ، شهيدانو او معلولينو چارو رياست په چوکاټ کې د HHRD موسسې لخوا د ولايت مقام په هدايت سره د سل تنو يتيمانو زده کوونکو سره چې انجونې او هلکان په کې شامل و د درسي لوازمو او نقدي مرسته وشوه.په دغه مراسمو کې د امنيتي،کشفي او نظامي ارګانونو مسوولينو هم حضور درلود.

د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس سيد عبدالبصير هاشمي د يادې موسسې د فعاليتونو او شوې مرستې په اړه خبرې وکړې، نوموړي وويل چې دHHRD موسسه په لغمان ولايت کې د يتيمانو سره په بيلابيلو برخو کې مرستې کوي، نوموړي د لغمان ولايت مقام د هغه ځانګړې توجه څخه هم مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د بې وزله کورنيو سره د لاسنيوي او مرستې په برخه کې لري.

لغمان والي عبدالجبارنعيمي په خپل کور کې له دغه سل تنو زده کوونکو يتيمانو سره د خپلو خبرو پرمهال وويل چې په دې ټولنه کې ټول مظلوم او بې وزله خلک او يتيمان مرستو او همکاريو ته اړتيا لري،لغمان والي د يادې موسسې مرستې او همکارۍ وستايلې او پر ټولو شتمنو خلکو يې غږ وکړ چې په دې ټولنه کې دبې وزله خلکو په ځانګړې توګه يتيمانو سره مرستې او همکارۍ وکړي.

لغمان والي دغه يتيمان زده کوونکي وهڅول چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي ترڅو سبا ورځ د دې خاورې او ولس مشران او خدمتګاران شي دوى ته يې ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به هميشه دوى ته دمرستو په جلبولو کې تلاش وکړي.

وروسته د لغمان ولايت مشرتابه لخوا پر دغه سل تنو يتيمانو زده کوونکو باندې درسي لوازم او پر هر تن يې (١٥٠٠) افغانۍ نقدي مرسته ووېشله د پروګرام په پاى کې ټولو يتيمانو  د ولايت مقام د اقامتګاه، د والي د کور او دفتر څخه ليدنه وکړه او هغه امنيتي جلسه يې هم له نږدې وکتله چې د لغمان والي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه دوى ته د ولايت د ادارې،مسوولينو او دندو په اړه لازم معلومات هم ورکړل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *