فرهاد داوري

په ټوليز ډول ويلای سو چي روشنفکران په درو برخو کي پر سياسي ژوند باندي اغېز لري: لومړی- پر سياسي نظام باندي نيوکه، دوهم- په سياسي نظام کي مشارکت، دريم- د سياسي ژوند څخه ګوښه توب او انزوا.

لومړی: پر سياسي نظام باندي نيوکه پر سياسي نظام باندي نيوکه او د سياسي نظام نقدول شونې ده چي په کُلي ډول وي او يا هم په نسبي ډول وي، کله ناکله روشنفکران يو سياسي نظام په بشپړ ډول نقدوي او پر ځای يې د بل نظام طرحي وړاندي کوي، دا ډول روشنفکران د انقلابونو او اوښتونونو له لاري خپلو موخو ته رسېږي. د فرانسي د انقلاب پر مهال زياتره مخکښان روشنفکران وه او د فرانسي بشپړ نظام يې نقد کړ، همدارنګه په شلمه پيړۍ کي د روسيې لاريونونه او د روشنفکرانو رول، هم د يادولو وړ دی. پدې انقلابونو او لاريونونو کي روشنفکرانو د پام وړ رول درلودی، دوی هڅه کول چي نوموړي غورځنګونه خپله رهنمايي کړي او د خپلو پلانونو سره سم يې پرمخ بوزي.

د روشنفکرانو د رول او ازښت په اړه بېلابېل آندونه شتون لري، د بېلګي په توګه د لاوروف په آند (( د بشريت پر مختګ يوازي د هغو افرادو د شتون زېږنده دی چي انتقادي فکر کوي)). کله ناکله د روشنفکرانو نيوکي او انتقادي فکر تر دې بريده ورسيږي چي د روانو چارو او حالاتو په اړه منفي فکر کوي، دوی زياتره وخت د روانو حالاتو پر وړاندي سنګر نيولی وي او دريځ يې مخالف وي. د بېلګي په توګه څو پيړۍ مخکي په روسيې او آلمان کي روشنفکرانو زياتره وخت بدبينانه فکر درلودی او د روانو چارو په اړه يې ځانونه بېګانه ښودل خو په فرانسي او انګلستان کي بيا د دولت او ټولني په اړه د روشنفکرانو دريځ او نظر زيات بدبينانه نه و.

کله چي مارکسيستانو خپلي مبارزې پيل کړې او د انقلابونو لپاره يې کروندګر او کارګر چمتو کړه، نو په زياتو ټولنو کي يې د همدې کروندګرو او کارګرو په ملاتړ لوی انقلابونه وکړه، خو د ۱۹۶۰ز کال څخه وروسته کله چي کروندګر او کارګر د انقلابونو لپاره مناسبه قوه ونه ګڼل سول، نو مارکسيستانو هڅه کول چي روشنفکران د انقلابونو او اوښتونونو لپاره په قوت باندي بدل کړي او د دوی په مرسته انقلابونه وکړي، له همدې امله مارکسيستانو د روشنفکرانو طبقه د ټولني د بدلون او اوښتون لپاره مناسبه ګڼل او زيات وخت يې د دوی ملاتړ کوئ.

په اروپا کي د رنسانس د دورې څخه وروسته د روشنفکرانو ارزښت زيات سو او حتا زياتو پوهانو روشنفکران د انقلاب خمير مايه وګڼل، دوی په دې آند وه چي په ټولني کي يوازنی ځواک چي د عقلاني ځواک پر بنسټ پر ټولني حکومت کولای سي هغه روشنفکران دي. له همدې امله د دوی ارزښت زياتو ومنئ. کله چي په پدې وروستيو پيړيو کي د خير ښېګڼي دولت رامنځته سو، زياتو روشنفکرانو د نيوکو او طرحو پر بنسټ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ؛ ځکه همدا د خير ښېګڼي دولت هم تر زياته بريده د روشنفکرانو د طرحو او نيوکو پر بنسټ رامنځته سو. د نړۍ زياترو روشنفکرانو هڅه کول چي د خپلو ټولنو سياسي رژيمونو ته هم بدلون ورکړي، دوی د امريکا او نورو لويديځو حکومتونو تر اغېز لاندي راغله او همغه يې معيار وګڼل.

په کاپيټاليستي او سرمايه داري نظامونو کي روشنفکران د شتمنو او سرمايه دارانو تر اغېز لاندي وي او د هغو د لاسونو وسيلې وي، دوی زيات کوښښ کوي چي د همدغو شتمنو واکمني او سياسي قدرت روان وساتي. دوی د سرمايه دارانو سره په ځينو برخو کي مادي ګډي ګټي هم لري او په ګډ ډول د خپلو ګټو د پايښت لپاره کار کوي. خو په کمونيستي او سيوسياليستي رژيمونو کي بيا روشنفکره پوړ زياتره وخت د دولت تر اِغېز لاندي وي او د دولت د پايښت لپاره کار کوي. دوی په کمونيستي رژيمونو کي د هغه ځواک په بڼه کار کوي، کوم چي مخکي کروندګرو او کارګرو کوئ.

په ټولنه کي د روشنفکرانو فعاليت او فعاله کېدل په ځينو عواملو پوري اړه لري، چي د همدې عواملو پر بنسټ دوی هڅول کېږي او په فعالو روشنفکرانو بدلېږي، دا عوامل په بېلابېلو برخو کي شتون لري چي ځيني يې په لاندي ډول په ګوته کوو:

۱. د قدرت، طبقو او يا هم د دوی ترمنځ د همږغۍ نه شتون.
۲. زياتي هيلي او غوښتني.
۳. د واکمنانو لخوا د خلکو افکارو ته پاملرنه نه کول.
۴. د عقلاني اصولو د پلي کولو غوښتنه.
۵. د ټولني د دوديزو ځنځيرونو څخه د ژوند خلاصون.

د روشنفکرانو د فعاله کېدو او ژوندي کېدو عوامل په بېلابېلو ټولنو کي توپير لري، په هغو ټولنو کي چي سنتي او پخواني رواجي قواعد واکمن وي او سياسي قدرت د ديکتاتورۍ او خپلسرو پاچاهيو د لاري پلي کېږي، په هغو ټولنو کي روشنفکران په روان سياسي حالت باندي نيوکي کوي او هڅه کوي چي د ولسواکو رژيمونو پر لوري ګامونه پورته کړي.

په هغو ټولنو کي چي کمونيستي او سوسياليستي واکمنۍ وي او ټولنه د سرمايه دارۍ په لوري ګامونه اخلي او د ټولني غوښتني هم د سرمايه داري رژيم لپاره وي، پدې ډول ټولنو کي روشنفکران پر روانو سوسياليستي اصولو نيوکي کوي او هڅه کوي چي د سرمايه داري ټولني پر لوري ګامونه پورته کړي. نو ويلای سو چي د هري ټولني روشنفکران د خپلي ټولني عيني او ذهني شرايط په پام کي نيسي او بيا د ټولني د غوښتنو سره سم حرکت کوي. په هري ټولني کي عيني او ذهني شرايط توپير لري او د همدې توپيرونو له مخي د دوی دندي او نيوکي هم توپير لري.

په زياترو ټولنو کي د روشنفکرانو نيوکي د ټولني پر پخوانيو دوديزو کړنو باندي وي، دوی هڅه کوي چي ټولنه د پخوانيو دوديزو ځنځيرونو څخه خلاصه کړي او په نوې بڼه د نوو اصولو تابع يې کړي. د روشنفکرانو دا ډول مبارزه بېلابېلي بڼي لري، ځيني مبارزې د عامه افکارو د لاري تر سره کېږي، دوی هڅه کوي چي د ټولني عامه افکار تر خپل اغېز لاندي راولي او بيا د دې لاري پر سياسي واکمنانو اغېز وښېندي. روشنفکران هڅه کوي چي دا ډول مبارزه د لاريونونو، اعتصابونو، غونډو، نيوکو، اعتراضونو او نورو لارو وکړي، دوی منظم تشکيلات جوړوي او بيا پر مناسبو وختونو د خلکو منځ ته راوزي او شعارونه ورکوي.

دوهم: په سياسي نظام کي ګډون او مشارکت
پر سياسي ژوند د روشنفکرانو د اغېزو په اړه مو وويل چي د دوی يو ډول اغېز نيوکه او انتقاد دی، روشنفکران په لومړی ګام کي په روانو سياسي حالاتو، سياستوالو او سياسي رژيم باندي نيوکي کوي. پر سياسي ژوند باندي د روشنفکرانو د اغېز دوهم ډول په سياست او حکومت کي د دوی ګډون دی، پدې ډول سره دوی په مستقيم ډول په سياست او حکومت کي ننوزي او خپل اغېز ښېندي او يا هم په غيري مستقيم ډول سياسي بهير تر اغېز لاندي راولي.

پر سياسي ژوند باندي د روشنفکرانو غيري مستقيم اغېز او نفوذ زيات اغېزمن دی. روشنفکران هڅه کوي چي په هره برخه کي خپل آندونه او ايډيالوژۍ تر خلکو ورسوي. روشنفکران د سياسي قدرت لپاره په خلکو کي فکري بستر جوړوي او عامه ذهنيت د سياسي قدرت د پلي کولو او د واکمنۍ د بنسټونو د ټينګښت لپاره چمتو کوي. کله چي دولت په ټولنه کي ايډيالوژيکي او فکري بنسټ ونلري او خلک په فکري ډول تر شا ونه دروي، ترهغه پوري دولت په خلکو کي ټينګښت نسي پيداکولای. نو روشنفکران په حقيقت کي د دولت قدرت او واکمني د خلکو پر ذهنونو او زړونو باندي پلې کوي. کله چي زړونه او ذهنونه تر واکمنۍ لاندي راغله بيا د انسان ټولي کړني تر واکمنۍ لاندي راځي.

روشنفکران د خپلو افکارو او ايډيالوژيو لپاره د ځينو وسايلو څخه کار اخلي، دا وسايل د ټولني هغه افراد دي چي د روشنفکرانو د لارو پيروان وي او د دوی افکارو او ايډيالوژيو ته د عمل جامه ور اغوندي. روشنفکران پر سياست سربېره د عامه خلکو پر افکارو باندي هم اغېز لري، دوئ کولای سي چي د خبرو او ليکنو د لاري زيات خلک سره منظم کړي او د دې لاري پر سياست او دولت باندي اغېز وښيندي، په ټوليز ډول روشنفکران په لاندي ډول پر سياست باندي اغېز لري:

الف- پر دولتي سياستونو او عامه افکارو باندي نفوذ.
ب- په سياسي ژوند کي ګډون او د قدرت تر لاسه کول.
ج- سياسي مشورې او داسي نور.

روشنفکران هر ځای د مخالفي ډلي په توګه راپورته سوي دي او پر دولت او سياست باندي خپل نفوذ ښودلی دی، يا هم په دولتي بنسټونو کي ځای پر ځای سوي دي او په منظم ډول پر دولت او سياست باندي اغېز لري. د بېلګي په توګه په ۱۹۶۰ز کال کي د فرانسي د پارلمان ۵۷٪ غړي، د ايټاليا د پارلمان ۲۳٪ غړي او د انګلستان د پارلمان ۶۸٪ غړي روشنفکران وه.

هغه ټولني چي د سنتي او رواجي قواعدو تابع وي او سياسي واکمني هم د مذهبي او قومي مشرانو په لاسونو کي وي، هلته روشنفکران زيات رول نلري، دوئ پداسي ټولنو کي زيات فعاليت نسي کولای، خو په صنعتي او پرمختللو ټولنو کي چي مذهبي او قومي واکمني پکښي کمه وي او نوري ټولنيزي ډلي هم زيات فعاليت ونلري، دوئ زيات فعاليت کوي او پر سياست او دولت باندي هم د دوئ اغېز زيات وي. پر سياست او دولت باندي د دوئ اغېز د نورو ټولنيزو ډلو په فعاليت پوري اړه لري، که چيري نوري ډلي فعاله وي او سياسي قدرت يې په خپلو لاسونو کي نيولی وي، بيا د دوئ اغېز کمېږي او دوئ يوازي د سلاکارانو، سرپرستانو او ځينو نورو په توګه دنده ترسره کوي.

۳. د سياست څخه ګوښه توب

د سياسي ژوند څخه تېښته او ګوښه توب، تقريباً په هري ټولنيزي ډلي کي شتون لري، دا ډول ګوښه توب زياتره وخت په ځانګړي حالت پوري اړه لري، د ځانګړي سياسي او يا ټولنيز حالت په راتلو سره، د ټولني په ځينو ډلو او پوړونو کي د سياست څخه تېښته کېږي او د ټولنيزو ډلو ځيني غړي په سياسي ژوند کي د ګډون لپاره زړه نه ښه کوي. کله چي پر ټولني باندي ناوړه سياسي ايډيالوژي واکمنه سي، يا هم سياستوال د ټولني ناکاره طبقه وي او د عامه ګټو پر ځای په خپلو شخصي ګټو پسي، نو پدې وخت کي د ګوښه توب پروسه پياوړې کېږي او خلک د سياسي ژوند څخه ليري کېږي. د سياسي روانپوهني له نظره دا ټوله ګوښه توب زياتره وخت د خستګۍ، شرم، ځان پاکۍ، بېري او داسي نورو په بڼه وي. په ټوليز ډول د سياست څخه ليريتوب او ګوښه توب د درې عواملو پر بنسټ پيداکېږي:

الف- په سياسي ژوند کي د ګډون لپاره د انګېزې نه شتون ( دا فرهنګي او ارواپوهنيز عامل دی).

ب- په سياسي ژوند کي د ګډون لپاره د لازمو امکاناتو نه شتون ( لکه زده کړه، معلومات، اړيکي، سازمان…).

ج- د سياسي عمل د ترسره کولو لپاره د فرصت نه شتون، دا زياتره وخت هغه مهال شونی دی کله چي قدرت تړلی وي او خلاص شکل ونلري.

د روشنفکرانو او سياستوالو ترمنځ اړيکي په ډېرو پېچلو بڼو سره وي، دوئ له يوې خوا پر سياست او سياستوالو باندي نيوکي کوي او د بلي خوا ځيني روشنفکران د سياستوالو او واکمنانو د ګټو ساتونکي وي او په حقيقت کي د هغو وياندويان وي. سياستوال تل هڅه کوي چي روشنفکران د ځانونو تابع کړي او د دوئ له لاري په ټولنه کي خپلي رېښې ټينګي کړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *