خبرپاڼه
تاریخ: 6 حوت ۱۳۹۳
کابل افغانستان- په ډېرې خواشنیۍ سره باید ووایم، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو ورښتونو او سېلابونو له امله زموږ یوشمېر هېوادوال په شهادت رسېدلي او ځینې نور بې کوره شوي دي.
په دې وروستیو کې د واورو، بارانونو او ورپسې د سېلابونو څپې تېزې شوي دي. په ډېرو سیمو کې زموږ د یوشمېر هېوادوالو کورونه ویجاړ شوي، د کورنیو غړي یې په شهادت رسېدلي او په سلګونه کورنۍ بې کوره شوي دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
تر اوسه د شهیدانو او ټپيانو کره شمېر نشته او نه تر اوسه په دقیق ډول روښانه شوې، چې څومره کورونه ویجاړ شوي؛ ځکه لا هم ورښتونه دوام لري.
زه له زیانمنو شویو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوم. له طبیعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمېسیون او نورو ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه ادارو ته لارښوونه شوې، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د دې مرستو د همغږۍ او رسولو لپاره ویس برمک د کمېسیون د مشر په توګه ټاکل شوی، څو په واورو او سېلابونو کې بند وګړي وژغوري او بېړنۍ مرستې ور ورسوي.
زه دا مساله له نېږدې څارم او حکومت به تر خپل وروستي حده کوښښ وکړي، چې د هېوادوالو ژوند وژغوري او بېړنۍ مرستې ور ورسوي.
دا د حکومت ترڅنګ د خلکو او ملي سوداګرو دنده هم جوړېږي چې له خپلو زیانمنو شویو هېوادوالو سره د مرستو لپاره مټې را ونغاړي او د هغوی ژوند وژغوري.