تاند- د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو نن بیا پر شمالي وزیرستان بمباري کړې او ویل شوي چې لږترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي.
دا بمباري د شمالي وزیرستان په شوال او درپه خېلو سیمو شوي چې ویل کېږي د طالبانو لوی مرکزونه دي.
د راپورونو له مخې له کله چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې ناکامې شوي او پوځ عملیات پیل کړي د شمالي وزیرستان خلک له خپلو کورونو په وتلو دي. ډېر خلک بنو، کواټ او پېښور ته تللي دي.
د پاکستان د پوځ یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې ته وویل:«طالبانو د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان ترمنځ یوه تړانګه نیولې او همالته خپلو کسانو ته جنګي روزنه ورکوي او یا یې بمي او ځانمرګو حملو ته تیاروي.»
د دغه پوځي چارواکي په وینا د نن سهار په بمبارۍ کې ۱۵ تنه په یو ځای کې او ۱۲ په بل ځای کې ووژل شول.
یوه بل پوځي چارواکي وویل چې په درو سیمو بمباري شوې او درې واړه سیمې په شمالي وزیرستان کې دي.