۱: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې خدای(ج) لرې، ډير خلک دي چې بُت او غوایه ته سجده کوي.
۲: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د کور له غړو سره یو ځای کیږې، ډېر داسې کسان دي چې د خپلې کورنۍ د ليدو په آرمان دي.
۳: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د دندې پر لور ځې، ډیر خلک په دندو پسې سرګردانه کرځي.
۴: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې روغتیا دې په برخه ده، ډير ناروغان دي چې د روغتیا تر لاسه کولو لپاره میلیونونه پیسې مصرفوي.
۵: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې ژوندی یې او د خپلو تېروتنو د جبران لپاره فرصتونه لرې، ډیرو خلک تر خاورو لاندې دي چې دا فرصتونه یې له لاسه ورکړي.
۶: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې ته خپله یې، ډیر خلک دا ارمان لري چې ته واي.
۷: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې د مور او پلار ګورې، ډېر اولادونه د خپلې مور او پلار په خوب کې د لېدو آرمان کوي.
۸: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: کله چې مطالعه کړې، ډير کسان دي چې د کتاب د لوستلو له هنر نه بې برخې دي.
۹: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې غوره ملګري لرې، ډير خلک په ژوند کې هېڅ نه دي بریالي شوي چې یو ښه ملګری پیدا کړي.
۱۰: پر شونډو دې مسکا خوره کړه: چې پوه او هوښیار یې، ډير کسان خپلې ناپوهۍ او کم عقلۍ وژلي دي.
تل پر شونډو مسکا خوره کړه او له خدای(ج) څخه راضي و اوسه او په ټولنه کې دې فرهنګ ته وده وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *