له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي

تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د امریکا د هوايي ځواکونو تازه ارقام ښيي چې په افغانستان کې یې د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر د میاشتې په پرتله د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې پر طالبانو تر ټولو زیات هوايي بریدونه کړي دي.

تازه ارقام ښيي چې امریکايي هوايي ځواکونو تېره سپټمبر میلادي میاشت کې په افغانستان کې پر طالبانو او ترهګرو ډلو ۹۴۸ بمونه غورځولي دي چې دا په تېرو نهو کلونو کې بیلګه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر هم وویل چې ټرمپ رسمي امر ورته کړی دی چې پر طالبانو دې د سولې د خبرو درېدو وروسته بریدونه زیات کړي.

هغه ټکی چې ټرمپ هم ورته په یو ټویټ کې اشاره کړې ده او وايي، په وروستیو اوونیو کې طالبان تر بل هر وخت زیات ځپل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *