له محور ورځپاڼې په مننې
په نظار شورا کې هدفي وژنې نه د نن کیسه ده، نه غیرعادي کیسه ده؛ د شبکې هر قوماندان چې ترور شوی، تور او پور یې د طالب په غاړه زنګېدلی، مګر لږ یا ډېر وروسته قضیه اپوټه ثابته شوې او د توطیې په اړه رازونو د ټلوالې له خېټې سر کړی دی. که د افغان انتخاباتو مخکښ کاندید په کوټه سنګي کې وژل شوی وای، واقعاً دیموکراسۍ سخته ضربه لیدله، خو تر دیموکراسۍ به پښتانه زیاته صدمه لیدلې وای، ځکه له دواړو مشکوکو لوریو ( طالب او کرزي سره) د پښتانه د خټې رشته ده.
څوک چې مشروعیت ته لاسرسی ونلري، هر تور لاسونه ورباندې پاکېدلای شي، ځکه نو طالبان د هرې فاجعې د تحقیقاتو اخري نقطه ده او چې پل د طالب تر دروازې ورسولای شې، نور دې د بدۍ ادرس مالوم دی.
د طالب د سپیناوي لپاره نه، د حقیقت موندنې لپاره راځئ لږ په رڼو سترګو د ټلوالې په دننه کې د ځنځري وژنو د ماضي پل پسې واخلو او وګورو چې ترطالب ورهاخوا کوم بل نامریٌي لاس خو وجود نلري؟
احمدشاه مسعود عرب خبریالانو وواژه، د طالبانو په نظام کې خواجه بهاوالدین ته ورغلي وو، په هغو ورځو کې یې وواژه، چې د طالبانو د پرځولو دستور صادرشوی و. ظاهراً دا د استوروي قوماندان د مرګ ټول کیفیت دی، خو باطن کې څه نورې خبرې هم شته، هغه عرب خبریالان چې بهاوالدین ته راغلل، په ترتیب سره په ایران کې یې له ګلبدین حکمتیار سره ترلیدو وروسته له مارشال فهیم، استاد سیاف، یونس قانوني، عبدالله او په تعقیب د نظار شورا له ډېرو نورو قوماندانانو سره یې بانډارونه کړي وو. دوی له باروتو ډکې کمرې پوره یوه میاشت په اوږو وګرځولې، هره ورځ یې له لسو تالاشیو تېرې کړې او د شورا د لومړي سړي په مخ کې یې انفجار ورکړ. که په کمزورو دلایلو تکیه هم ونه کړو، داکفایت کوي، چې د مسعود له مرګ وروسته په رهبرۍ کې ګړبړ او پاسنۍ سلسله سره پرتله کړو.
اسماعیل خان په هرات کې د بېلې دنیا مالک و، خو دا مالکیت یوه داسې زوی ته د انتقال په حال کې و، چې هم د پلار ځای ناستی و او هم له پنجشیره د جمعیت د رهبرۍ د ابتکار انتقال ته له نوي فکر سره پسخېده. ظاهراً یو غیر جمیعتی د میرویس قاتل شو، خو په حقیقت کې هغه سړي تر اخرې ورځې فریاد کاوه، چې میرویس دده له مورچله دده د دښمن په ګولۍ لګېدلی دی.
جنرال داود داود د خپلو مشرانو د سترګو پروړاندې په ډېره چټکی په یو مقتدر سړي بدلیدونکی و، باډیګارډ د اعتماد وړ وي، خو غمیزه ده، چې تر قوماندان ستر شي. په تخار کې د والي دفتر ته له څلورو تلاشیو تېرېدل عادي خبره نه وه، داود په ځانګړې شوې څوکۍ له کیناستو سره سم د چاودنې په ترڅ کې په تنه مات شو، سرچینه وايي، لومړی یې پښې پرې وې، ژوندی و، په میز راوخورځېد خو د جسد وینځلو په وخت په حیرانۍ سره لیدل کېده، چې په سر او تنه یې د کلاشینکوف د کارتوسو اوه اته زخمونه و.
شاجهان نوري په کندوز کې د همداسې یوې پیښې قرباني شو، د تلویزیونونو کمرې پولیسو صحنې ته نه پریښودې، خو پولیس پوهېدل، چې د ځانمرګي په اړه په څرګندونو کې څومره افراط کوي.
د قوماندان سیدخیلي د مرګ ضرورت په بغلان کې د کاظمي له مرګ څخه رېښه واخسته، په هغه ورځ چې کاظمي د بغلان د قند فابریکه کتله، ځینې ځايي چارواکي په قرارداد کې د لوی اختلاس د رسوا کېدو ویرې اخستي و، خو د کاظمي له مرګ وروسته ځینې چارواکي هم په وېره کې و، چې خپل اندامونه او شریکان به یې یو پربل شاهدي ووايي، ښايي په سید خیلي د ځانمرګي برید حقیقت بدل کړی وي، خو دې کې هم شک نشته، چې د پکتیکا په ارګون کې د یو ځانمرګي قیمت شپږ لکه پاکستانۍ کلدارې دی.
عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست ګټلو لپاره سیالي کوي، نندارچیان څوک خوشبین څوک انديښمن دي، خو په نظار شورا کې ډېر داسې کسان شته، چې د عبدالله عبدالله بری د خپل مقام په زوال ويني. د چاودنې په ساحه کې د ځانمرګي نښې کوټلی ثبوت ندی، ډېری شاهدان وايي، مواد په موټرو کې ځای پرځای شوي وو. تردې اخوا د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ وویل، د یادې غونډې د جوړیدو په هکله دوی له مخکې خبرکړای شوي ندي. د افغانستان په ترینګلو امنيتي شرايطو کې د څو زره کسانو غونډه چې د پولیسو له خبراوي پرته داېريږي واقعاً سوالونه زیاتوي. طالبان چې د هرې چاودنې مسولیت ته تیارسی دي، ددې پیښې له منلو انکار یې دغور وړ دی، همدارنګه د عبدالله د انتخاباتي کمپ له خوا دا ادعا چې یاده چاودنه طالبانو نده کړې او د جدي تحقیقاتو غوښتنه کوي، بل هغه فکتور دی، چې پیښه پېچلې کوي.
نظار شورا کې د قوماندانو ترورو کله د رهبرۍ د نظم او ترتیب ضرورت ګنل شوی او کله د وفادارۍ د بدلون په غبرګون کې دا چاره ترسره شوې ده.
د نظار شورا ځینې مشران د اقتدار په جدي سیالۍ لګیا دي، د افغانستان په روانو ټاکنو کې ظاهري انسجام یې نشي کولای، د داخلي بحران هواري پایله وګڼل شي. د نظار شورا د قوماندانانو سیالۍ د مارشال فهیم له مرګ سره په دې سبب کمرنګه شوې، چې په حکومت کې د اتیا فیصده ونډې د له لاسه وتلو خطر محسوس شو. د ټلوالې ځینې مشران سره له دې چې د عبدالله د بري لپاره له نوموړي سره کمپایني هلې ځلې کوي، خو دده له بري هم جدي وېره لري، ددوی په باور که عبدالله ارګ ته لاره ومونده، د نظار شورا مالکیت به په طبعي ډول خپل کړي او لکه د مارشال فهیم په څیر به خپل ملګري له صحنې وباسي.
په نظار شورا کې له اوو غړو پنځه داسې غښتلي سیالان لاهم په سیاسي صحنه کې فعال دي، چې په لومړي مقام له لسو کلونو راهیسې سیالي کوي، دوی باید د شمالي ټلوالې له ادرسه په حکومت کې ونډه ولري او دا سیالي د مارشال فهیم له مرګ او د دویم ځل ټاکنو تر نتیجې وروسته د سختېدو قوي امکان لري. شواهد په ډاګه کوي، چې په نظار شورا کې نامرئي ځواک د ځینو خلک د بلوغ مانع دی او عبدالله عبدالله یو له هغو خلکو دی، چې د تمې خلاف له دې مرحلې راتېرشو.
به ګمانم سخت به بیراهه رفته ای که این بیراه ګی شما از تعصب در باره شهدای اند که به دستور باداران خارجی و حلفه خاص درون ارګی طرح ریزی و عملی ګردید در حالیکه هستند تعدادی بیشار در تصویر قهرمانان که مستقیما از طرف استخبارات منطقه به منظور ترور شخصیت های وطن دوست ګماشته شده اند