عایشه ګلالۍ د پاکستان د پارلمان وزیرستانۍ غړې

تاند- د تحریک انصاف ګوند یوه غړې عایشه ګلالۍ وايي چې عمران خان ورته د داسې سپکو خبرو پیغام لېږلی چې دا یې چا ته ویلی نه شي.

عایشې ګلالۍ، چې د پارلمان غړې هم ده، د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، عمران خان بد اخلاقه او بدعمله دی.

دې وویل«د پاکستان له سترې محکمې غواړم چې د عمران خان پرضد اقدام وکړي.»

اغلې ګلالۍ، چې د وزیرستان پښتنه ده، له تحریک انصاف ګونده د استعفا د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې عمران خان او د ګوند نور جګپوړي مشران د ښو اخلاقو خاوندان نه دي.

دې دا اعلان د پاکستان د نوي صدراعظم تر غوره کېدو څو شېبې وړاندې وکړ، ویې ویل، په ګوند کې له ښځو سره بد چلند کېږي او په دې اړه یې خپل ږغ پورته کړی خو ورته پام نه دی شوی.

کله چې له اغلې ګلالۍ څخه وپوښتل شول چې عمران خان ورته د موبایل له لارې په استولي پیغام کې څه لیکلي، دې وویل، عمران خان داسې څه لیکلي چې په ویلو یې شرمېږي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند د ګلالۍ تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې عمران خان د ټولو ښځو یو شان درناوی کوي.

ویل کېږي چې عمران خان د پاکستان د پوځ له ملاتړه برخمن دی او په تېرو انتخاباتو کې یې هم د نوازشریف له مسلم لیګه وروسته زیاتې چوکۍ د پوځ او استخباراتو په مرسته وګټلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *