تاند، شنبه، د ثور ۱۳مه: افغانستان کې د بهرنیو موسسو او انجیو ګانو په نمایشي پروژو نیوکې وکړې اوس تاند داسې اسناد ترلاسه کړي دي چې تر نیوکې لاندې او د فعالیت د بندیز له ګواښ سره مخامخ ګڼو نړیوالو مؤسساتو د طالبانو لمنې ته پناه ور وړې ده.
څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا څانګې افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره د ۱۸ میلیونه ډالرو د ورکړې اعلان وکړ چې د ټویټ په ځواب کې یې امرالله صالح لیکلي وو، هیله لري چې د امریکا دا پيسې د هغو انجیوګانو او موسساتو لخوا مصرف نه شي چې ۶۰ سلنه د فنډ پیسې په خپلو تزییني فرنیچرو، پروپوزلونو او غیر ضروري چارو مصرفوي.
اوس تازه تاند ته داسې تصویرونه رسېدلي دي چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د طالبانو په لاس ځینو ولایتونو کې خلکو ته نمایشي مرستې رسوي.
د طالبانو او(WFP) تر منځ د پټې اړیکې تازه افشا ګري له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څخه شوې او هغه اشاره ورکړې ده چې د دوی وسله والو د هرات په شینډنډ کې پنځه سوه کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ورکړې دي.
خو پر دغو توکو، د غوړیو په بوشکو او د غنمو پر بوجیو د(WFP) مارک ښکاري.
د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وویل، حکومت پر هغو انجیوګانو فشار زیات کړی چې د امریکا له مرستو سرچینه اخلي او د فنډونو لویه برخه په خپلو شخصي معاشونو مصرفوي.
سرچینه وايي، له همدې کبله د خوړو سازمان د افغانستان څانګې ځینو مسوولینو د خپل فساد د پټولو لپاره له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي او له ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې د یوې ترهګر ډلې په لاس د مرستو وېش پیل کړی دی.
سرچینه وايي، حکومت د دغې کار په لیدو په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان استازولۍ ته خبرداری ورکړی دی او ژر به له ملګرو ملتونو سره په دې تړاو خپل رسمي شکایت شریک کړي: (( زموږ شکایت به نړیوالې ټولنې ته دا وي چې روښانه کړي د کورونا په وبا کې دوی له افغان ملت سره دي او د بشري مرستو د رسولو لپاره د اوربند غوښتونکي دي که انجیوګانې یې د شخصي ګټو لپاره له طالبانو سره پټې او ښکاره اړیکې ټینګوي.))
د افغانستان د حکومت دغه لوړ پوړې سرچینه وايي، حکومت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په کابل کې نږدې ۲۵ نړیوالې انجیوګانې او استازولۍ په ګوته کړې دي چې له طالبانو سره پټه او ښکاره همکاري کوي.
سرچینه زیاتوي له کومې ورځې چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې ده، ګڼې انجیوګانې چې امریکا له مرستو سرچینه اخلي، په ډاډه زړه د طالبانو خواته ورلنډې شوې دي او دغې ډلې ته د پیسو او تمویل مرستې هم له دې لارې رسول کېږي.
طالیبان مفسدین نه دی،دولت مفسد دی.نو ځکه WFP خپلی مرستی د طالیبانو په لاس ویشی.طالیبان امانتګر دی،دولت په شان نه دی چه کرونا مرستی له ولس څخه پټوی،بیا یی په خپلو ښځو څټی
سوال دادی چه د کابل اداره او په هغه پسی تړلی خبری موسسی ولی داسی بیمنطقه خبری خپری کړی؟
طالبان د باندنیو واکمنانو په سترګو کی په نیم افغانستان باندی مسلط دی او د کابل اداره په دوه کلمتری کی له ښاره دباندی وتای نشی. په دی برسیره د کابل د اداری امانت داری د کلینیکونو او مرستو په ویشلو کی ټولو ولیدله. د دی دلیلونو په اساس که د کابل اداره کوکاری وهی یوخو د کلیو په د هغوی بیمسئولیتی ښیی او بل دا دوی د خپل ځان د اصلاح په هکله ناپروا معرفی کوی. د کلبل څلور کلو د طالبانو دوه بوجی او دوه ګیلنه تیل ښه سره په تله کیږی. نو اوس داسی ښکاری چه د بین الملل خوراکی پروګرام فاسد ندی بلکه مفسدین او فسادخوښونکی باندی خپه دی.
تاسي هم ځیني وخت عجایب وايئ نپوهیږم چې ایدیتور مو غافل دی یا د سانسور سیستم نلرئ. ډبلیو ایف پي د ملګرو
ملتونو د خوړو اداره ده مونږ ورته هیڅکله این جي او نشو ویلی او هغوی به هیڅکله طالب تمویل نکړي. دا چې په کومه سیمه کې مطلق طالب حاکمیت لري تاسي نه پوښتم چې هلته به څنګه دوی د دولت د لارې خپلې مرستې وویشي? وړاندې تردې چې یوې افواه ته د خبر بڼه ورکوئ لطفا لومړی یې ارزوئ او بیا یې شریکوئ. مننه
سلامونه اوطاعات وعبادات موقبول ! داخبره اظهرمن الشمس ټولوته معلومه ده چې په تیرواتلسو کلونو کې دولتونو اوپکې ورګد تنظیمیانو دمارشال پلان دوه چنده مرستې په درغلۍ سره په خپلو بډو ووهلې او ځان یې قارونان جوړ کړل – نو څنګه کیدای شی بیا پرهغوی باور اواعتماد وشی – بیلګه یې په هرات کې زما مضمون(کرونا په هرات کې لنګه غوا) چې تاند خپور کړ – خو هیڅ چا غوږ پرې ونه ګراوو-زه دشینډند طالبان په ځانګړی ډول دملاصاحب منان نیازی خلک پیزنم ډیر صادق خلک دی اودې اینجو هم سم کار کړی.په درنښت