د بیان د ازداۍ پروړاندې د تاوتریخوالو او ناسم چلند په ترڅ کې په قلم راډيو بمي برید
د قلم په نوم را ډیو کې د یکشنبې په ورځ یوه چاودنه وشوه . د راډیو مسوولین وایی چې په چاودنه کې دراډیو سټیدیو او نور ټول تخنیکي وسایل له منځه تللي دي . چارواکي وایي په دې تړاو یې پلټنې پیل کړي دي . قلم راډیو دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې موقیت لري چې شا او خوا یو کال وړاندې یې په خپرونو پېل کړی و . دم ګړۍ ددې راډیو خپرونې په ټپه ولاړې دي .
دافغان خبریالانو دخوندیوب کمیټه دغه پیښه په کلکه غندې او دغه شان بریدونه د بیان له ازادۍ سره ښکاره دښمني ګڼي ،کمیټه له ښکیلو غاړو غواړي چې دبیان ازادۍ ته درناوی له پامه ونه غورزوي او پریږدي چې خلک له خپل دغه خدای ورکړي حق څخه ګټه واخلي.