تاند- سره له دې چې پر هندوکش وروستیو واورو هیله پیدا کړې چې راتلونکی کال به وچکالي ډېره نه وي، ساینسپوهان اټکل کوي چې حتی که د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د ۲۰۱۵ کال موافقه عملي هم شي، د هندوکس او همالیا په سلو کې ۳۶ کنګل زارونه (ګلېشر) به تر ۲۰۱۰۰ کال پورې ویلي شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د ډېرې واورې د اورېدو او توپان له کبله سالنګ تونل له تېرو ۵ ورځو راهیسې بنده وه خو د دې ادارې د کارکوونکو په هڅه نن /جمعه/ پرانیستل شوه.
د سالنګ لار، چې له سمندر څخه ۳۰۰ متره لوړه جوړه شوې، د افغانستان د شمال له ۹ ولایتونو سره د هیواد د جنوب او پلازمېنې اصلي لار ده.
ویل کېږي چې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې سلګونه مسافر د لارې پرانیستل کېدو ته انتظار باسي خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې رييس عبدالبصیر حبیبي وايي چې په سالنګ کې هوا منفي ۳۰ درجې ده او ورسره جوخت سخت باد سبب کېده چې کارګر لاره پاکه نه کړای شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، سږنۍ واوره په تېرو ۲۰ کلونو کې بې سارې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په وخت موټر چلوونکي د هوا له وضعیته خبر کړي او له دې کبله تراوسه پورې د واورو او راشو (برفکوچونو) له کبله د سر و مال زیان نه دی پېښ شوی.
ښاغلی حبیبي وايي چې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۴۵ زیات راشي راغلي او د واورې اندازه تر ۲ مترو زیاته ده.
د هوا پېژندنې متخصصان وايي چې لا هم د واورې اندازه هومره نه ده چې په دوبي کې د افغانستان سیندونه په کافي اندازه ډک کړي.
د هندوکش غره سلسله، چې د سالنګ لار پرې سپره ده، ۳۵۰۰ کیلو متره اوږده ده او تر پاکستان، بنګله دېش، چین، بوټان، هند، میانمار او نیپال پورې رسېږي.
د دې لړۍ په اړه په وروستۍ څېړنه کې د کنګل زارونو د ویلي کېدو د اقتصادي او ټولنیزو منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
په څېړنه کې ویل شوي چې د دې سیمې هوا په وروستیو ۵۰ تر ۶۰ کلونو کې مخ په تودېدو ده.