تاند- په داسي حال کې چې په سرچوک کې تودې اوازې دي چې د جمعې په ورځ په کابل کې د تروریستي برید هدف د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال محمد خان و او دا حمله د دې لپاره پلان شوې وه چې د عبدالله عبدالله ټیم له محمد خان څخه ځان خلاص کړي، عبدالله عبدالله د برید په اړه د جدي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
پرون په میرویس میدان کې د اریانا د ودونو د سالون مخته د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کاروان چاودنو لږترلږه ۶ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل.
ښاغلي عبدالله وویل چې حکومت دې د دې برید په اړه څېړنې وکړي او امنیتي ځواکونه دې د دا ډول حملو د مخنیوي لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې عبدالله عبدالله د پرونۍ غونډې په اړه دغه وزارت ته مخکې تر مخکې خبر نه و ورکړی څو د هغې د امنیت لپاره یې تدابیر غوره کړي وای.
د دغه وزارت د سرچینو په وینا تر دې مخکې هیڅکله داسي نه دي شوي چې د عبدالله انتخاباتي ټیم مخکې تر مخکې د خپلو غونډو په اړه دغه وزارت ته اطلاع نه وي ورکړې او دغه وزارت ورته تدابیر نه وي غوره کړي.
په همدې حال کې ګرمې اوازې دي چې د حملې هدف انجنیر محمد خان و چې د عبدالله عبدالله د ټیم مشران یې ناموثر ګڼي او وايي چې ښه دا ده چې د مرستیالۍ دنده سیاف یا کوم بل مخور ته ورکړای شي.
دا اوازې محمد خان او د عبدالله د ټیم نورو غړیو رد یا تایید کړي نه دي.
دا اوازې د افغانانو دوښمنان کوي
په دې کې هیڅ شک نشته چې ددې حملې هدف عبدالله عبدالله وو او بهرنیو دښمنانو کړې ده اوس اوازې هم د بهرنیو دښمنانو دي، ددې په خاتر چې افغانان په خپل مینځ کې بې اتباره کړي
بهرني دښمنان غواړي افغانان په خپل مینځ کې په جنګ واچوي او خپلو موخو ته ځان ورسوي
د اباد او سوکاله افغانستان لپاره
. وایی چی په میرو ګرزی لیوان به دی خوری، همدارنګه وایی چی زاڼه له خپل کتاره بیله شوه نو د ټپوسانو د خوراک شوه. هیله ده حزبیانو به عبرت اخیستی وي یا اقلا له حالاتو به عبرت واخلی. لنډه اشاره ورته کوم، هره دوره به له ننګرهار څخه اقلا ددوي څلور یا پنځه وکیلان ولایتی شورا ته بریالی کیدل او دا ځل د الله رحم دی چی د عبدالله سره په یو ځای کیدو ترینه د خلکو کرکه پیدا شوه اوهیڅ وکیل یی د ننګرهار ولایتی شورا ته ندی بریالی شوی.
زه خو یی بالکل تاییدوم ځکه څو ورځی مخکی می له کوم تلویزیون څخه داسی واوریدل چی ګواکی عبدالله غواړی هغه څوکې چی له محمدخان سره یی وعده کړی وی اوس په نویو یارانو لکه زلمی رسول ،ګل اغا او استاد سیاف باندی ویشی ، نو اوس کیدای شی د چوکیو له کمبود سره مخامخ شوی دا چوکی به یی ورته وزګاروله
پکه دا دی بله سپکه ، محمدخان خو له پښتنو نه رټل شووی ووسی د شورای نصوار باداران هم ده ورکوول په لټه کی شوووی دی ، څوک چی خپل ملت ته شا او دخپل ملت له دښمنانوسره ده خپلو مفسد ګټولپاره لاس یو کووی دای مناسب سزا ده. دهغه ورځی په هیله چی تول مفسیدین او خاینین عدالت ته وکاژل شی.
مسافر
چه بد ګرځی بد به پرځی
د محمد خان لپاره نه وه په کار چه د عبدالله سره یو ځای شی
assalamu Alaikum wa Rahmatullah
Eng M kahn is not HIA member any more, he was dissociated from Hezbi Isalami years ago, to call him Hezbi, is not a right word, better call him Arbaki!!!!!.
Hezbi Islami Afghanistan is one, and the leader is Hekmatyar. HIA as a political party and Jihadi resistance movement is present in the forefront of Jihad against the US acceptation of Afghanistan and will continue to do so as long as foreign forces are present in any shape , and in any form!!!!
My fellow afghan country men, you need to be sensible realistic, rational,logical and ,honest when you comment on HIA,
Hezbi Islami is a popular political party, in our country, its a party which assembles national unity, its congregation any where any time is a sign of national unity, which in return guarantees the integrity and sovereignty of our country.
It is a fact and an established percentage that Pashtons are dominant force and a majority in the country, and so is in the HIA. No one should ignore this fact.
Any one adopting any methodology ,any manner, any fashion, to harm HIA will harm the best interest of Pashtuns first……!!!!!
Wallaho al mustaan
وایم چی ټول مفسدین ووژل شی. ددوی دی خدای پاک کور تباه او برباد او په خپل غم ګرفتاره کړی. که نن عبدالله محمدخان ته دا کوهی وکانه نو سبا ته دی محقق هم ځان ټینګ کړی. دا د هغه سپی او غوایانو قیصه شوه.
د انجینر محمد خان راتلونکۍ برخلیک
زموږ خلکو په مینځ کی يوه فولکوریکه لنډۍ ده چی وایی : مادرته وی نوکری مه کړه««»» آزار ګټلیه اوس وهه د چول مزلونه
او داسی چی: چا چی ځان د توپان رحم باندی پریښود««»» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل،
This is the good chance for Mohammad khan to resign and leave Abdullah, otherwise he will be killed by these warlords this was only a small warning sign for him .