۲۰۱۵م کال د (نوامبر ٢٠ مه) کندهار- په ناامنه ولايت کندهار کې پر روڼ اندو او مدني فعالانو د بريدونو په لړ کې دا ځل پر فعال ځوان محمد حکیم بري وسلوال برید شوی دی.
تاند ته رارسېدلي راپورونه وايي، برید تېره شپه (د نوامبر پر ١٩مه) دوو موټرسایکل سپرو وسلوالو کړی چې ماسکونه يې پر مخونو اغوستي وو او تر برید وروسته د پېښې له ځایه تښتیدلي دي.
په کندهار کې دغه بريدونه څه نوې خبره نه ده، تر دې مخکې هم په ورته حملو کې هغه فرهنګیان، مدني فعالان او روڼ اندي په نښه شوي چې پر دولتي څوکیو یې کارونه هم کول.
محمد حکیم بري تاند ویبپاڼې ته وویل:
”زه او ورور مې تېر ماخستن مهال پر یوولسو بجو له یوه محفله د کور خوا ته روان وو، چې دوو موټرسایکل سپرو راباندې نژدې شپږ ټکانونه (ډزې) وکړې”.
ښاغلي بري وويل، چې په دغه بريد کې خپله ده ته د سر زیان نه دی وراوښتی، خو د ده په وينا بدبختانه چي ورور مې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند په روغتون کي له لاسه ورکړی دى.
د بريد مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو تردې مخکې دغسې حملې د وسلوالو طالبانو او نورو جنایتکارو ډلو کار بلل شوی، چې په کندهار کې يې په وروستيو کې حضور پراخ شوی دی.
حکیم بري په ځینو مدني فعالیتونو کې فعاله ونډه لري، د دې تر څنګ په ولایت مقام کې هم دنده ترسره کوي. دی هڅه کوي د ځوانانو ټولنو ته زمینه برابره کړي چې په مسقتیم ډول له والي سره وګوري او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي، بيا د حل لار ورته پيدا شي. 
په دې وروستیو کې د کندهار ولايت د همدغو هڅو په لړ کې د ځوانانو د يوه مشورتي بورډ له جوړولو سره لېوالتيا څرګنده کړې ده. ځینو ادارو په افغانستان کې پر مدني حرکتونو او فعالانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
اړوندې پېښې:
* د کندهار د والي مرستيال عبدالقدیم پتيال چې یو فرهنګي شخصيت او شاعر هم و، د ۲۰۱۴م کال د نوامبر پر ۲مه په پوهنتون کې د يوه وسلوال کس په حمله کې ووژل شو.
* د کندهار والي د دفتر ريیس ډاکټر پرویز نجیب د ۲۰۱۴م کال د مارچ پر ۲۱مه په خاکریز کې د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو.دی مخکې د ازادۍ راډیو خبریال و.
* د کندهار والي مرستیال عبداللطیف اشنا د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ په ۲۹مه په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
* کندهار ښاروال غلام حیدر حمیدي چې د یوې تحصیل کړې کورنۍ و، د ۲۰۱۱م کال د جولای پر ۲۷مه په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
* د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس مجید خان بابی د ۲۰۱۰م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه د موټرسایکل سپرو وسلوالو په ډزو ووژل شو.
2 thoughts on “پر مدني فعال محمد حکیم بري حمله وشوه”
  1. حکیم بری رشتیا هم تکړه لیکوال او فرهنګپال دی. کاش حکومت يی غم وخوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *