ژوند خاطرې خاطرې دی، خو ماشومتوب بیا د خاطرو ټولګه ده.
هغه څه چې په ماشومتوب کې تر سره کیږي، فکره وکړه یوه معجزه ده، داسې معجزه چې په یادلو یې سړی همغه وخت ته ورګرځي.
زما د ماشومتوب تر ټولو په زړه پورې خاطره د عکس اخیستلو کمره وه. هغه کمره چې په اتومات ډول به یې له اخیستلو وروسته عکسونه چاپول. کله به هم چې د ښار لویو پارکونو ته له کورنۍ سره ولاړم، نو بې صبره به مې په هغه عکس اخیستونکي پسې سترګې اړولې چې دغه ډول کمره یې درلوده. د کورنۍ ټول غړي به خوا په خوا سره ودرېدو موسکي به شوو، عکس به مو واخیست، په بیړه به په اتوماتې کمرې ورټول شوو، په ځیر به مو هغه سپین کاغذ ته کتل چې له کمرې به راوتلو. بلاخره به مو ټول عکس له کمرې راووت چې موږ ټولو ته به یې خندل!
هغه وخت زه لا ماشوم وم او په اتومات ډول د عکس چاپېدل معجزه راته ښکارېده؛ خو اوس هم زما د کورنۍ البوم چې تور او سپین عکسونه په کې دي خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی. اوس هم کله چې د هماغه پخوانیو انځورونو البم ته ورشم، د ماشومتوب خاطرې مې یوه یوه په ذهن کې موجونه وهي او یوې بلې نړۍ ته مې بیایي.
لوی مخترع:
جورج اېسټن د عکسونو د اتوماتو او فلمي (کداک) کمرو تر ټولو لوی امریکایی مخترع و. هغه نه یوازې یو مخترع و بلکې زما په اند تر ټولو ستر او نابغه بازار موندونکی هم و. داسې نابغه چې تر اوسه به د ده په شان کم کسان پیدا شوي وي.
ایسټن یوه ورځ خپل ټول همکاران د مشورې پر مېز راټول کړل او ویې پوښتل: «موږ پر خلکو څه شی پلورو؟»
ټولو یوه بل ته سره وکتل او له ځان سره یې د دې بې معنا پوښتنې د ځواب ویلو په فکر کې شول اوږې یې وخوځولې ویې ویل: « ښکاره خبره ده، چې د عکاسۍ کمرې پلورو.»
مشر یې وویل:« نه داسې نه ده!» بل همکار یې وویل:« له دې سره په څنګ فلمونه هم پلورو.» د فابریکې خاوند وویل:« داسې هم نه ده.»
ټول کارکوونکي حیران شول فکر یې وکړ چې د شرکت مشر ته یې عصبي ستونزه پیدا شوې، ټولو په یوه خوله وویل:« که موږ فلمونه او د عکاسۍ کمرې نه پلورو نه بله څه شی پلور؟!»
ایسټمن وخندل او ویې ویل:« موږ له دې ځایه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر کورنیو خوږې او په زړه پورې خارطرې پلور!»
انسانان د ښو او خوږو خاطرو وږی دي. دوی د هغو لحظو د ثبت تږي وي، چې ماشوم یې په لومړي ځل د بل چا له مرستې پرته پاڅېږي او پر لاره ځي. کله یې چې ماشومان لوی شي غواړې هغه ثبت شوې شېبې نورو ته وښیي او په بیا بیا لېدلو سره یې څو شېبې په خوښۍ تېرې کړي. تېر شوی ژوند د انسانانو د وجود د یوې برخې په څېر دی نه شي کولای، چې د وجود دغه برخه هېره کړي او یا یې له ځانه لرې کړي. هغه لارې او کوڅې چې دوی په کې لوی شوي، د بیا تګ پر مهال د هغوی یادونه تازه کوي، که خواږه وختونه وي خوند ترې اخلي، دوی باید تر شا داسې خاطرې پرېږدي، چې په بیا یادولو سره یې د خولې خوند ښه شي او پاتې ژوند ته یې تمه پیدا شي.
جورج ایسټن هم دغه راز کشف کړی و چې بل اخره د بریالیتوب لوړو څوکو ته وخوت، هغه پر خپلو پېرودونکو جامې نه خرڅولې، بلکې پر هغو یې داسې څه پلورل چې په هر ځل کتلو یې خوښۍ یو پر دوه شي. ټولې نوې جامې یو وخت له منځه ځي او زړېږي، خو هغه خاطرې چې د یوه انځور په ډول مو تل در سره پاتې وي، هېڅ کله هم له منځه نه ځي او په هر ځل لېدلو سره یې د هماغه وخت د خوښۍ شېبې حس کولای شئ او مننه کوئ.
زه نه پوهېږم، چې تاسو چېرې او په څه دنده مصروف یئ؛ خو په دې ښه پوه یم، چې د نړۍ په هره برخه کې پېرودونکي د پلورونکي تر ګټو خپل ذوق او د خپلې خوښې وړ جنس ته اهمیت ورکوي، تر څو له خپل اخیستل شوي شي خوند واخلي او د بلې ورځې لپاره ورته خاطره وګرځي. نو چې داسې ده تاسو چې د نړۍ په هر ګوټ کې په هر کار مصروف یی پر خپلو پېرودونکو داسې شی وپلورئ، چې د ژوند خاطره یې ورګرځي.

2 thoughts on “پر مشتریانو مو خاطرې وپلورئ!/ ژباړه د حمیدالله حمیدي”
  1. ډیر خونده ور په زړه پورې مطلب وو، په رښتیا چې د ژوند خا طرې خپل ارزښت خوندي سا تي ، اوپه یاد ولو یې انسان ته احسا س پیدا کیږي چې خوږ یا تریخ خوند له ځان سره لري.

  2. ګرانه حمیدالله حمیدي صاحب !
    سلام مې ومنه. تهء او زهء خو همنومي یو!!. خو تخلصونه مو بیلابیل دي.
    زما بیا، خاطرې لیکل ډیر خوښیدل چې د ژوند ډیر ساعتونه مې پرې استانبول، کابل، پیښور او اوس په بلجیم کې تېر کړيدي.
    خو فوټو یا انځور یا عکس رښتیا هم بیلې خوږې او ترخې خاطرې ژر رایادوي. زهء فکر کوم چې د دې راوروسته ۲۵ کلونو خاطرې ډیرئ افغانانو ته چندان خوږې نه بلکې ځینو ته لهء زهرو هم ترخې لمحې یادوي.
    همنومی(حمیدالله ) جانه! دا څو ورځو کې دې ښکلې لیکنې لوه لم،الله دې لا زیات توفیق د علومو د زدهکړو درکړي چې پهء لیکنو دې نوور هم هیوادوال مستفید شي.
    ما خو ډیر شعرونه، لیکنې او ژباړنې او تبصرې په تاند؛ټول افغان، ټول افغانستان، پښتونخوا.قام ا.د.ن. کې له ۲۰۱۱ را پدېخوا ولیکل او لا یی لیکم مګر، تر اوسه یو استاذ، پوهاند، ملګري ، لوستونکي یو ښهء یا بد نظر ونءلیکء چې زء پوه شوی وای چې ښې که بدې خاطرې لهء ځان سَرَه وساتءم!. تهء مې لږ تشویق کړءلې. پهء درنښت پخوانی ډاکټر ح.ز. ص. ت.ستاسو ورور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *