پر ولسي جرګې د وسله والو انتحاریانو د دوشنبې د ورځې پر حملې هند او پاکستان دواړو عکس العمل وښود، دواړو وغندله خو د هندي چارواکو دا ځلي غبرګون د افغانستان د تېرو پېښو په وړاندې د دغه هیواد له غبرګون سره توپیر درلود.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د افغانستان پر ملي شورا برید وحشیانه عمل وباله، ویې ویل چې په ولسواکۍ کې دا ډول حملو ته ځای نشته.

ده په دې حمله کې له ژوبلو شویو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې «موږ به په داسي وخت کې د افغانستان له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ یوو.»

د هند د کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندي هم د افغانستان پر ملي شورا برید غندلی او ویلي یې دي:«پر افغان پارلمان پر تروریستي انتحاري حملې ژوره اندېښمنه یم.»

تر دې مخکې د هند حکومت او رسنیو هم په پراخه پیمانه دا برید غندلی و او د هند ژوره اندېښنه یې څرګنده کړې وه.

هندي رسنیو په عین حال کې ویلي و چې په ټولنیزو رسنیو کې داسي تاثر ورکړای شوی چې ګنې په دې برید کې د هند استخباراتي اداره (را) لاس لري.

له کلونو راهیسي په افغانستان کې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې خبرې کېږي. لوېدیځو چارواکو او رسنیو هم په ځلونو د براعظمګي دواړه هیوادونه په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس اخیستلو ته هڅولي دي.

 داسي ادعاوې هم شوي چې د افغانستان د څوارلس کلنې جګړې له پیلېدو وروسته په هندي کشمیر کې ثبات راغلی او جګړه ترې انتقال شوې ده.

ځیني شناندي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې نژدې والی د هند لپاره د اندېښنې وړ بولي، وايي چې اوس په افغانستان کې سوله، چې د پاکستان له مرستې او د دغه هیواد د ګټو له خوندیتوبه پرته ناشونې ښکاري، پاکستان ته دوې ګټې لري؛ له یوې خوا پاکستان په خپله د سختدریځو له ستونزو خلاصېږي او له بلې خوا د افغانستان ثبات د پاکستاني محصولاتو د صادراتو لپاره پکار دی.

ښايي ځیني استدلال وکړي چې پاکستان تراوسه پوري ولي نه غوښتل چې په افغانستان کې سوله وي؟! د دې پوښتنې ښايي ځواب دا وي چې پاکستان داسي افغانستان نه غوښت چې په سیمه کې د امریکا او لوېدیځ لپاره خورا مهم وي او له پاکستانه ستراتیژیک اهمیت واخلي.

پاکستان غواړي چې له یوې خوا افغانستان ورته په هیڅ صورت ګواښ نه وي او له بلې خوا له پاکستانه هغه ستراتیژیک اهمیت وانخلي چې د پاکستان له تاسیسه یې د لوېدیځوالو لپاره لري.

اوس دا ټول شرایط پاکستان ته برابر شوي. امریکا یې د طالبانو په وسیله له افغانستانه وایستله. په سیمه کې یې د غرب لپاره خپل سوق الجیشي ځای ترلاسه کړ، هغوی ته یې ثابته کړه چې که په افغانستان کې سوله یا ثبات غواړي نو دا کار یوازې اسلام اباد ورته کولی شي.

دا وضعیت په هیڅ صورت د هند نه خوښېږي. ځکه امکان لري چې جګړه بېرته هندي کشمیر ته ولېږدي، د بلوچستان او قبایلو ناکرارۍ ختمې شي، د افغانستان له درکه د پاکستان اندېښنې پای ته ورسېږي او منځنۍ اسیا ته د پاکستان صادرات لا زیات شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *