لیکنه: نګین کرګر
په 1960 کال کې یو دارو چی thalidomide نومیده په امیدوارو میندو کې یې اختلال را منځ ته کړ او د داوا جوړولو په برخه کې یي یو بنیادي تغیر را منځ ته کړ.ځکه اکثره میندوچې دادارو استعمال کړې و ماشومانو یې سوء تشکل یا birth defect درلودل.
په1977کال کې FDA  يو عمومي قانون نافذ کړ هغه دا چې د داروګانو اثرات په امیدوارو میندو کې باید وڅیړل شې.
هغه مهال جنس یا sex په روغتیا او تداوۍ کې دومره مهم فکتور نه حسابیده. همدارنګه د ښځو مشارکت د دوا جوړولو په ازموینو کې سخت و.
د نن ورځې زیاتره دارو د 1990 لسیزی دمخه مارکیت ته راغلی دی او تست شوی دی، دغه وخت زیاتره داروګان په نارینه ازمایښت کیدل او دلیل یې د ښځو  برخه نه اخیستنه وه  ځکه زیاتره یې د مور کیدو د چانس د کمیدو نه ‌‌‌‌‌‌ډاریدی او یا به هم د مینوپوز نه پس عمر کی وی او د هورمون کچه یې تغیر نکوي نو دومره د دوا اثرات هم نه مالومیدل.
په 1993 کال کې FDA دداروګانو د ازمایښت لپاره یې قانون نافذ کړ تر څو چی هر ه دوا په نارینه او ښځو دواړو وازمایل شې.
جنس توپیر د انسان د بیالوژي په اساس دی لکه reproduction function یا نسل زیاتول ، جنسی هورمونونه ، د جین او x y کروموزومونو او د هغوس کچه او تاثیرات په ښځو کی ، یا د ښځینه د وجود غوړ چی د نارینه څخه زیات دی او نور تاثیرات لکه محیط.
د جنسی توپیرونو څخه په روغتیایې سیستم کې د مرضونو د مخنیوی ، جراحی ، تداوی او د Pacemaker او د زړه د ترانسپلانت په وخت کې کارول کیږی. د جنس يا sex تاثيرات په جنسيت یا gender باندی بیلول اسانه کار ندی خو دا په روغتیایې سیستم کې فرق کوی.
مثلاً تیستوستیرون په نارینه کی قهر جن حالت منځ ته راوړی. چی نارینه د خپل روغتیایې حالت کې په پام کې ونیسی .
نو ځکه د داروړو جوړولو په وخت کې د بیالوژیکی ، اجتماعی ‌، اقتصادی حالاتو تاثیرات په نظر کې ونیول شې تر څو روغتیایې سیستم په منظمه او حسابی ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ لاړ شې.
 ساینس د جنسیتي (جندر) توپیر د جنسیت (سکس)  له اساسه ګڼي.
سره له تجارتی او اقتصادی ګټی د جنسیت په هکله څړنیز  کارونه ‌‌‌‌‌‌ډیر قانونی او اصولی بدلون په دارو جوړولو کې راوستلئ شې ځکه د هر یو جنس د ضرورت او فیزیولویکی خواصو سره سم جوړیږی.
د ملګرو ملتونو د عمومی انسانی حقوقو وینا په کال  کې 1948 لیکې:
هر یو وګړی د یو ستندرد ژوند، صحی خدمات، ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ کالی او کور او صحی خدماتو حقدار دی. او حتی د ضرورت په وخت کې د نورو اجتماعی حقوقو حقدار او نورو ټولنیزو مرستو حقدار وی.
نو لکه څنګه چی انسانان ابتدایې حقوقو ته باید لاس رسۍ ولری همداسی د جنسیت له پلوه سمو داروګانو ته هم باید لاس رسۍ ولرې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *