تاند، جمعه، د سنبلې لومړۍ: د هرات ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د هوايي ډګر د پراختیا د کارونو تر څنګ هڅه کوي له دې هوايی ډګر څخه د قاچاق د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو په لړ کې نوي او پرمختللي سکېنرونه نصب کړي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي، څو پرمختللي سکېنرونه یې له نړیوالو بازارونو اخیستي او نږدې ورو کې به یې د هرات د هوايي ډګر په مهمو او حساسو برخو کې نصب او فعال کړي.
د هرات د هوايي ډګر امنیتي مسوولان وايي، له دې ولایت څخه د مخدره توکو د قاچاق ستونزه ډیره ده او دوی تېر کال لسګونه هغه کسان لاس په لاس نیولي دي چې غوښتل یې هند ته مخدره توکي قاچاق کړي.
د هرات د هوايي ډګر د امنیت قومندان محمد ناصر نېکنام وايي، له دغه ولایت څخه هند او ایران ته مستقیم پروازونه کېږي ځکه نو قاچاقبر هم له دې لارې زیاته هڅه کوي تر څو مخدره توکي په پټه تېر کړي: (( یوازې تېر کال موږ ۶۷ قاچاقبرو سره ۵۶ کېلو ګرامه هیرویین نیولی دي.))
نوموړی وايي، قاچاقبر په خېټه او د مساپرو په لاسي بکسونو کې زیاته هڅه کوي چې له ځان سره نشه يي توکي ولېږدوي، ځکه یې دوی د مخنیوي لپاره پرمختللي سکېنرونه راوارد کړي دي.