د ادبیاتو پوهنځي استادان/محصلان اړ دي چې خپلې لیکنې املاء/انشاء پۀ داسې توګه ولیکي چې تر وسه لۀ ستونزو خلاصې وي!
دوی چې د همدې برخې خلک دي، همدا یې مسلک دی، لیکنې پرې لۀ نورو ډېر حق لري او دې برخه کې پرې حساب کېږي!
نن سبا د ادبیاتو پخوانی تعبیر بدل شوی چې ګني ادبیات یوازې شعر او شاعري ده. اوس وخت کې د ادبیاتو پۀ پوهنځي کې محصلانو ته پر نورو ادبي ښوونو سربېره د ښې لیکوالۍ اصول ور زده کېږي.
زده محصلان د ښې لیکنې لۀ رموزو خبرېږي، پۀ دې پوهېږي چې چېرته او کله باید څنګه لیکنه وکړي!
تر څنګ یې ور ته د لیکوالۍ تخنیکي خوا /جوړښت هم ور ښودل کېږي چې خپله همدا غږونه، توري، کلمې، جملې او لیک نښې یې تشکیلوي.
د ادبیاتو پۀ پوهنځي کې دوه ډوله کتابونه تدریسېږي، یو خپله د پوهنځي استادانو لیکلي کتابونه/درسي چېپټر نوټونه دي او بل یې هغه دي چې د نورو پوهنتونونو استادانو د خپلو علمي ترفېع لۀ پاره لیکلي.
دواړه یې د ځینو پۀ استثناء ډېرې زیاتې متني تېروتنې لري، یا خو لۀ لیکوال څخه موضوع بیخي داسې ګونګه شوې چې سړی یې پۀ سر او بېخ نۀ پوهېږي، دغه ستونزه هغه لیکوالان تر نورو ډېره لري، چې ژباړو پسې نښتي وي.
یا موضوع ګډه وډه وي، یو پراګراف د اصلي موضوع پۀ اړه، پنځۀ نور لۀ موضوع وتلي، یا کتابونه/چېپټرونه ټول لۀ اقتباساتو ډک دي، چې سړی هغه د چا پۀ وینا لیکوال صېب پۀ کې نۀ شي پیدا کولی.
د چا بیا لیکنښې، حتی پنځۀ یاګانې نۀ دي زده، هېڅ یې دې برخې ته پام نۀ دی کړی، که یې پۀ اړه خبره وکړې، وایي چې د وخت د کمښت لۀ وجې مې نۀ دی ور پام شوی!
عجیبه ده!
تۀ یو درسي کتاب لیکې، هغه چې پۀ یو علمي او اکاډمیک ځای کې به تدریسېږي، نو ایا دا دومره عادي او سطحي خبره ده چې تۀ دې ترې ځان د وخت پۀ کمښت خلاص کړې؟
ملګري مې کیسه کوله، وایي مطالعه مې کوله، ورور مې چې د ښوونځي زده کوونکی دی، راسره کېناست، چې کتاب یې وکوت، پاڼې یې واړولې، را واړولې، پۀ حیرانۍ یې وویل: دا تاسو ته پوهنتون کې تدریسوي؟
وایم، هو!
وايي، چا لیکلی؟
وایم، زموږ استاد!
وایي، پۀ قسم چې لۀ دې خو ما هم ښۀ کتاب لیکلی نۀ وي!
زموږ (نظم او نثر متون) چې د اووم-اتم سمستر لپاره د درسي چېپټرو پۀ توګه لیکل شوي دي، دومره ستونزې لري چې څوک ملګری به راغی، ما به کتاب ترې پټ کړ، چې هسې نه اوس را پورې وخاندي!
ځینو لیکوالو ته یې که ووایې، سخت غوسه کېږي.
څو ځله لۀ داسې حالت سره مخ شوی یم، زۀ اوس هم محصل یم، رښتیا به وایم، څوک دې نۀ خپه کېږي، یو استاد مو درسي چېپټر لیکلی و، ما او څو نورو ملګرو ته یې د ځینو تېروتنو د اصلاح پۀ موخه راکړ، موږ چې ولید، وروره ټول کاپي، پېسټ و، املایي تېروتنې پکې زښتې ډېرې وې، لیک نښې دلته او هلته یو نیم ځای سمې او غلطې کارېدلې وې، جمله بندي او پر اصلي موضوع فوکس بېخي پۀ ذره بین کې هم نۀ ښکارېدۀ، نو موږ مسلمانانو هم سور قلم ور پسې واخېست، ښۀ مو اېکس، اېکس کړ، استاد چې ولید، ایسته یې را وغورځاوۀ، وایي، ما خو داسې نۀ وو وویلي!
بل ځل مې د استاد پر چېپټر صرف دا نظر ورکړ چې، سخت دی او مفهوم ترې پۀ سخته اخېستل کېږي، ټول اقتباسات دي، استاد غوسه شو، دومره را نه خفه و چې څو ځلې مې ترې بښنه وغوښته، نۀ یې بښلم، اخر یې امتحان کې وبښلم (!)
یوازې غواړم چې علمي شخصیتونه خصوصاً د پوهنتون پۀ تېره بیا د ادبیاتو استادان باید خپلو لیکنو ته ډېر پام وکړي، یویشتمه پېړۍ ده، بهانې نۀ چلېږي، سهولتونه او امکانات موجود دي.
ددې تر څنګ هغه لیکوالان هم کم نۀ دي چې د لیکوالۍ زېورات پېژني او پۀ عملي ډول یې پرې خپلې لیکنې سینګار کړې دي.
زموږ یو دروند استاد، بیا داسې لیکنه کوي، چې ډېره پېچلي موضوع هم پۀ ښکلي ډول خلاصه کوي، روانه او ساده لیکنه کوي، لۀ لیکنې سره یې زده کړیالان مینه لري، پۀ ډېره مینه یې لولي او زده کوي یې.
یوه ورځ مې لۀ ګران استاد پوهنیار ګل احمد محبت څخه وپوښتل چې استاده، دا ستا لیکنې ولې دومره خوږې دي، موږ یې لۀ لوستلو خوند اخلو او د نورو پۀ نسبت ښې زده کېږي؟
وایي، کماله، زۀ حتا د لیکنې فونټ ته هم پام کوم، او هغه فونټ انتخابوم چې پر ذهن او سترګو ښۀ لګېږي!
رابه شو د محصلینو/زده کړیالانو لیکنو ته، یو ملګری مو د ادبیاتو پوهنځي اول نومره شوی ؤ، فېسبوک کې یې د خپلې اول نومره ګۍ خوښي څرګنده کړې وه، تاسو باور وکړئ چې ډېر افسوس مې وکړ.
ای های نو، خلک به پۀ لیکنو کې غلطۍ لټوي، زۀ ګرځېدم چې چېرته سمه کرښه ووینم او ویاړ پرې وکړم!
یو کس ور ته کومېنټ کړی و چې وروره د خدای لپاره، د ادبیاتو پوهنځي محصل او اول نومره شوی هم یې، دا املاء خو سمه لیکه!
سخت د شرم احساس مې وکړ، مسېج مې پسې وکړ، خو سړي را سره جنګ پیل کړ، اوس یې هم را سره ورانه ده.
دا ستونزه هغه محصلین تر نورو ډېره لري چې یو خو د چا خبرو ته غوږ نۀ ږدي او بل یې لۀ لیکنې پۀ عموم کې لۀ ادبیاتو سره مینه او علاقه نۀ وي، یوازې تر فراغته میاشتې او کلونه شمېري.
دا خو د ادبیاتو پوهنځي خبره وه چې تر نورو دې برخه کې ښۀ دی او حساب پرې کېږي، که د نورو پوهنځیو د استادانو او محصلینو املاء او انشاء وګورئ، بس یوازې به ور ته ژاړئ!
دې ته ورته ستونزې نورې هم ډېرې شته چې تر دې شاید جدي وي، خو ما یې همدا یو څو د لیکنې پۀ دې تنګ چوکاټ کې را ځای کړې.
تېروتنې به موجودې وي، موږ انسانان یو، نیمګړي یو، زۀ او ټول نیمګړتیاوې لرو، د اصلاح لپاره به یې هڅه کوو، خپلې تېروتنې به پۀ ویال تندي منو، غوسه کېږو به نه، ځکه چې دا داسې نیمګړتیاوې نۀ دي چې پۀ غوسه کېدلو او ګواښلو به ترې خلاص شو!