تاند- د هند په بیهار ایالت کې یوه مسلمانه نجلۍ، چې غوښتل یې له یوه هندو هلک سره واده وکړي، کلیوالو په ونې پورې وتړله او سخته یې ووهله.

د العربیه تلویزیون د راپور له مخې، د بیهار ایالت د ناوادا د سیمې د محمد فرید انصاري لور د ارجون راجوانشي په زوی روپیش کومار مینه شوه. دوی دواړه په یوه ښوونځي کې درس وايي.

راپور زیاتوي، کله چې د نجلۍ مور و پلار پوی شول چې لور یې په هندو هلک مینه ده، هغه یې ښوونځي ته له تلو منع کړه او خبرداری یې ورکړ چې بیا یې له هلک (روپیش کومار) سره ونه ویني. خو دوی (هلک او نجلۍ) د یو بل لیدو ته دوام ورکړ.

د سپټمبر په دېرشمه نجلۍ له هلک سره وتښتېده. ۳ ورځې وروسته په ګاونډي کلي کې وموندل شول. هلک په تېښته بریالی شو خو نجلۍ ونیول شوه.

شاهدان وايي، د نجلۍ خپلوانو کلیواله محکمه ورته جوړه کړه. دوی ته دا مسله ډېره جدي ښکاره شوه او امر یې وکړ چې نجلۍ باید د عامو خلکو په مخکې په شلاقو ووهل شي.

نجلۍ په ونه پورې وتړل شوه او دومره ووهل شوه چې بې سده (بې هوشه) شوه. دا ۵ ساعته لا هم په ونه پورې تړلې وه چې بالاخره پولیس راورسېدل او هغه یې وژغورله.

نجلۍ رسنیو ته وویل«هلک راباندې ګران دی؛ هرڅه چې کېږي ودې شي، زه ورسره واده کوم. هر ډول سزا ته تیاره یم.»

دې همداراز وویل چې بالغه ده او په خپله د ځان د ایندې په اړه پرېکړه کولی شي. دا وايي چې ۱۹ کلنه ده او دا یې حق دی چې له چا سره واده کوي یا یې نه کوي.

پولیس وايي چې د قضیې په اړه تحقیقات کوي او د مسوولو کسانو د نیولو امر شوی دی.

د نجلۍ پلار ویلي چې یو مناسب مسلمان یې خپلې لور ته پیدا کړی و خو هغه وتښتېده.

One thought on “پر هندو هلک د میئنېدو سزا”
  1. If the girl is a committed Muslim, then she has to avoid the Hindu as according to the teachings of Holy Quran a Muslim is prohibited Non Muslim (especially a Mushirk)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *