ودان افغانستان ګوند په افغانستان کې د وروستیو بارانو و واورو له امله تر ۲۵۰ زیاتو بېوزلو افغانانو پر مرګ – ژوبله سخت خواشینی دی او ورسره سم د افغانستان پر ملي وحدت حکومت ږغ کوي چې د طبیعي پېښو قربانیانو ته خپله توجه نوره هم ډېره او جدي کړي.
د واوري ښويېدو او سیلاوو په سبب په پنجشېر بدخشان، تخار، بامیان، لغمان، ننګرهار، بادغیس او نورستان ولایتو کې زموږ زیات شمېر محترم افغانان له مالي و ځاني ناورین سره مخ شول.
تېره جعمه افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشېر ولایت ته چې تر ټولو زیات زیان ور اوښتي، د مرستې او پوښتنې لپاره ولاړ؛ موږ د ولسمشر د وینا مطابق ځان نه یوازې د پنجشېري افغان په درد شریک ګڼو بلکې هر یو ځان پنجشېری بولو.
د کابینې په فوق العاده غونډه کې د دغه ملي ناورین له امله له شنبې څخه درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو؛ موږ د حکومت دغه خواخوږي د قدر وړ ګڼو خو جدي غوښتنه ځنې کوو چې په راتلونکې کې باید د دغه ډول ملي ماتمو مخه مخکې له مخې ونیسي.
هغه مهال چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله- عبدالله د پنجشېر په سفر تللي ول نو نورستاني افغان شکایت کاوه چې له حاله یې هیڅوک هم خبر نه دی؛ هماغسې لکه اشرف غني چې د ټاکنیز کمپاین مهال ویلي ول چې هېڅ افغان تر بل افغان بهتر یا کمتر نه دی نو باید د مرستو او خواخوږ یو مخه د ناورین هرې نقطې ته ور اووښتې وي.
د ولسمشر غني دا احساس زښت د درنښت وړ دی چې د دغه طبیعي افت په وخت کې یې ایران ته پلان شوی سفر ځکه لغوه کړ چې په دې بدو ورځو کې د خپلو خلکو په څنګ کې و اوسي.
هیله ده چې د ملي وحدت حکومت څومره ژر کېدای شي خپل حکومتي تشکیلات بشپړ و فعال کړي، خپله ټوله توجه د افغانستان پرمختګ ته را واړوي او ټول هغه تدابیر ونیسي چې له مخې یې نور زموږ بېچاره افغانان له دغه وړ ناوړه بحران سره مخ نه شي.
ملي یووالی او سرتا سري وروري زموږ د ملي ژغورنې او نړیوال عزت ضامن ده.
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۳-۱۲-۱۱