بصیر عاصم
ډېرو ته به اوس هم د کابل د قمبر د څلور لاري د خونړی ترهګریز برید فاجعه یادوه وي چې تر سلو زیاتو بې ګناه افغانانو ژوند یې واخستی او سلګونه نور یي زخمیان کړه . هغه وخت طالب ترهګرو ادعا کول چې  برید دوی نه دی کړی بلکي دا د بهرنیانو هوایی برید وه خو څو ورځې ورسته د مخفي کمرو ویډوګانې را ووتلې چې ځانمرګی ترهکریز برید وه او د ترهګرو ددې ستر وحشت څخه یي پرده پورته کړه.داسي او دې ته ورته د نورو بریدونو شاهدان یو چې یوازې په همدې کال کې ترهګرو تر سره کړې.
 خو ددې بریدنو تر شا اهداف څه دي؟
① غواړي ازهان مخشوش کړي تر څو خلګ د افغانستان پر استخاراتي ادارې بدګمانه او شکمن کړي، خلګ فکر وکړي دا د ترهګرو د بدنامۍ په سبب کیږي ځکه ترهګرو خو وار له مخکه خپله ترهګري د اسلامي مقدساتو او د افغانستان په ازادۍ ساتلو توجیه کړې ده
② ترهګرو او د دوی ملاتړو ته  دا مهمه نه ده چې څوک وژني مهمه ورته داده چې افغانان ووژل شي او پر ولسي اهدافو د بریدونو یې یو مهم هدف دادی چې د نظام پر خلاف د ولس کرکه را وپاروي او په امنیت ساتلو او بې غورۍ یي پړ وګڼي.
③ ترهګر او د دوی رهبران غواړي ولسي اهدافو بریدونه پر حکومت د فشار وسیله وګرزوي ځګه د ترهګرو پاکستانی باداران پوهیږي چې افغان حکومت د دوی د کړونو او اهدافو ښه خبر دي او پو هیږي بناً هغه څه دوی یې غواړي افغان حکومت یې منلو ته مجبور کړي ، او د ولس د پاره یوازې د بریده د ترهګرو انکار هم کفایت کوي.
④داچې د افغانستان د نظام او دولت سره د ولس همکاري موجوده ده غواړي په یو ډول نه په یو ډول غچ ځني واخلي دا که مساجدو کې وي ، که په بازارونو کې وي ، یا د واده پر محفلونو. خو څومره چې ډېره د مرګ ژوبلي زیات احتمال لیدل کیږي همغه ځای په نښه کوي.
د خلاصون لار:
طبعاً حکومت نه شي کولای چې پر هر مسجد پیرې ولګوي دا نو اوس په ولس پوري اړه لري چې په کور، کلې ، محل کې ترهګرو پلوو ته ان که یي نژدې خپلوان هم وي ځای ورنه کړي ځکه ترهګر  په هوا نه را الوزي چې مسجد کې بم کښیږدي بلکې د همغه کلی ، کور ، محل یو ترهګر پلوه بم را وړي او کلی ، محل په مسجد او یا واده کې چاودنه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *