ډېر ځله به داسې پېښ شوي وي، داسې یو کار ته به زړه نه ښه کوو چې هغه زمونږ له وسه پورته وي خو اصل کې هماغه کار زمونږ سره مرسته کوي، چې بیا ځلی پیاوړي شوو. پر ځان باور هم ددې سبب دی، چې په ناکامو کیسو کې خپل بریالیتوب ووینو او هغه ناکامۍ د یادښت په ډول وساتو تر څو خپل هدف پرې لاسته راوړو.
مونږ به چې پوهنتون کې ازموینه درلوده، نو کله به چې د کوم مضمون لپاره پوره نه وو اماده، نو دې هماغې مضمون لپاره به مو فاینل کې تر نورو ډېر کوښښ کوو. دا ځکه چې دې هماغې مضمون په هکله به زمونږ نیمګړتیا معلومه وه او ځان ته به مو پوره تمه وه چې هغسې به بیا نه کیږي.
پر ځان باور انسان ته دا جرات ورکوي تر څو ځان مطرح کړي او خپلې هغه د ځان غوښتنې، عمل ته راوړاندې کړي. په غونډو او کنفرانسونو کې دې وینا پر مهال ځینې خلک د شعور تر تاثير لاندې راشي او ځینې داسې څه وایي چې هیڅ یي ځان ته پام نه وي چې ما څه ویلي وو، لامل یي کیدای شي پر ځان نا باوري او په موضوع ناحاکمیت وي، وېره ورسره وي چې موضوع ګونګه او یا غلطه وړاندې نکړم نو پر ځان دې باور لپاره باید ځان باور کول ته جوړ کړو.
هر اړخیزې څیړنې او مطالعه کولای شي چې پر ځان او نورو باور پیدا کړو خپل او دنورو نا باوري پیدا کړو او نواقص یی لري کړو. ایا زه کولای شم چې مشر شم؟ هو زه کولای شم چې مشر شم. ځکه زه د خپل هیواد له قوانینو، رواجونو، فرهنکونو، د خلکو غوښتنو او له تاریخه خبر یم. زه د نړیوالو په سیاست پوه یم او زما زده کړې ددې وړتیا لري چې زه مشر شم.
په دې پوښتنه کې شخص پوره په ځان کې وړتیا ویني او وایی چې زه له مشرۍ کم نه یم، په اصل کې دی پر ځان نه بلکې پر لاسته راوړنو یي باور لري نو تر تر ځان باید په خپله وړتیا باور ولرو چې ایا زما وړتیا د کوم کار کولو توان لري. پر ځان د باور کولو لپاره لازمي ده، چې په ځان کې وړتیا پیدا کړو.
وړتیا لکه مخکې مو چې وویل پلټنه ده. دبریالیتوب رازونه، ټولنیز درک، د بااستعداده ملګرو پالل، سفرونه، د خلکو سره ناسته ولاړه دا هغه څه دی چې کولای شی زمونږ وړتیا ته قوت وروبخښی او تر ټولو مهم مطالعه کول دي، چې تمرکز زیاتوي، شخصیت روزي، درک زیاتوي، باخبره کیږي او نیمګړتیاوې راپېژني.
نو تر هر څه وړاندې خپله وړتیا باید ددې وړ وګرځي تر څو باور ورباندې وشي، د زده کړو لپاره هڅې او کوښښونه راسره مرسته کوي چې خپل مسیر په سمه توګه وټاکو او د یوه نوي څیز زده کړه زمونږ فکرته پراختیا ورکوي، همدغه زده کړه او د فکر پراختیا وړتیا ده چې باید باور ورباندې وکړو.
وایي ازمایښت تجربه ده، خو دا په دې مانا نه ده چې هر څه دې بې له کومو زده کړو وکارول شي، تر کارولو مخکې پوهه او تر کارولو وروسته پوهه یي شرط دی.