د یتیمانو مرستندوی په نامه یوې برتانیا میشتې خیریه موسسې د افغانستان په درې مهمو ښارونو کې یوسلودیرش یتیمانو ته د کمکي اختر په مناسبت خوراکي توکي وویشل.
هغو یتیمانو چې دغه مواد ترلاسه کړل خوښي وښوده. ددغې موسس برتانیا میشتی افغان خبریال حنان حبیبزي دی. نوموړي ازادۍ رادیو ته وویل چې دغو یتیمانو خپل پلرونه په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي دي چې له کبله يې د کورنۍ سرپرستي ورغاړي شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د یتیمانو مرستندویه موسسه غواړي چې په اوږدمهالي توګه دغو یتیمانو سره مرستې وکړي چې دوی وکولای شي ښوونځي ته لاړ شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې د راپور له مخې چې د روانې میاشتې په پیل کې خپور شو په افغانستان کې درې اشاریه اوه میلیونه ماشومان د جګړې او بیوزلۍ له کبله ښوونځيو ته نه ځي او د کورنیو مسولیت ورغاړې دی.
د یتیمانو مرستندویه خیریه موسسه چې په دې روستیو کې په کابل کې هم خپل دفتر پرانیستلی دی هیله لري چې د څلورو راتلونکو کلونو پورې به د هیواد په ډیری ولایتونو کې یتیمانو ته مرستې ورسوي او هغوی به وهڅوي چې ښوونځیو ته ولاړ شي.
دغه ډول بشري ماموریت مرسته کوي چې د افغان ماشومانو له وږو د کورنۍ د مسولیت بار کم شي او ښوونځيو ته وګرځي.