تاند- د پاکستان د بلوچستان د ناکرار ایالت په هرنايي کې د ماین په چاودنه کې لږترلږه ۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۲ ژوبل شول.
پاکستاني رسنۍ وايي چې دا کسان د بلوچستان د خوست او شاهرګ د سیمو ترمنخ هغه مهال ووژل شول چې د پاکستاني پوځیانو د سپرلۍ موټر پر ماین وربرابر شو.
په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې منظم پاڅون روان دی. بلوڅان وايي چې پنجابیان د دوی طبیعي سرچینې لوټي او له همدې کبله نه غواړي چې له پنجاب سره یوځای د پاکستان په نوم هیواد کې واوسي؛ بلکې غواړي چې خپلواک او ازاد بلوچستان ولري.
د پاکستان پر پوځیانو د دوشنبې د ورځې د ماین په وسیله د حملې مسوولیت د بلوچستان د بلوڅ خپلواکي غوښتونکي پوځ (Baluch Libration Army) په غاړه اخیستی دی.
دا ډله په پاکستان کې ممنوع تظنیم ګڼل کېږي.
دا په ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو لږترلږه درېمه حمله ده.
همداراز د چاغي ضلعې په مرکز دالبندین کې د بلوچستان د اعلي وزیر د سلاکار میرامان الله نوییزي د ورور پر کور د لاسي بم په حمله کې ۷ تنه ووژل شول.
له بلې خوا د ایران پولې ته نژدې د کیچ ضلعې پر ښاروالۍ د راکټ د لګېدو له کبله ۲ تنه ژوبل شول.
د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په کوټه کې په بمي حمله کې ۱۵ تنه ووژل شول.
د پېښې درست قربانیان د پاکستان د پوځ غړي ول.
خو د پاکستان پوځ وايي چې په وژل شویو کې ملکیان هم شامل ول.
په پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي چې د چارواکو په وینا ۱۵ په کې ملکي کسان دي.